د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د روغتيا سازمان: افغانستان په هغو هېوادونو کې درېیم ځای لري چې د ملاریا ناروغي په‌کې شته


د روغتیا د نړيوال سازمان د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا ۹۰ سلنه پېښې د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د روغتیا د نړيوال سازمان د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا ۹۰ سلنه پېښې د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړيوال سازمان وايي، افغانستان په هغو هېوادونو کې دریم ځای لري چې د ملاریا ناروغي په‌کې شته.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی صحت سمسور هغه کس دی چې تازه یې د ملاریا ناروغي یې تېره کړې ده.

سمسور ازادي راډيو ته وویل، خلک د دې ناروغۍ د درملنۍ په خاطر لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌لري.

نوموړی وايي: "په کلي کې دومره اسانتیاوې نه‌شته چې د ملاریا ناروغۍ خلاف اقدام وشي، نه په روغتونونو کې ښه وسایل او درمل نه‌شته چې په چا د ملاریا تبه راځي، د مخنیوي لپاره یې باید څه وکړي؟ په دې برخه کې عامه پوهاوی بیخي صفر دی، اوس هم همدا حال دی، ډېر خلک ملاریا نیسي. ما چې ملاریا تېره کړې ده، اوس له دې ناروغۍ ډېر نفرت لرم."

"په کلي کې دومره اسانتیاوې نه‌شته چې د ملاریا ناروغۍ خلاف اقدام وشي

سمسور په داسې حال کې د ملاریا ناروغۍ د تشخیص او درملنې په برخه کې د روغتیایي خدمتونو د کم‌والي خبره کوي چې نن د اپرېل ۲۵مه د ملاریا له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

د روغتیا نړيوال سازمان په همدې مناسبت په خپاره کړي راپور کې ویلي دي چې، افغانستان د ملاریا ناروغي د درلودونکو هېوادونو په کتار کې درېیم ځای لري.

په دې راپور کې راغلي چې د شرقي مدیترانې په سیمه کې ۱۱ سلنه د ملاریا ناروغي په افغانستان کې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان لوګو
د روغتيا نړيوال سازمان لوګو

د روغتیا نړيوال سازمان په وینا ۷۶ سلنه افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې په ملاریا د اخته کېدو خطر یې شته.

په دې راپور کې همدا شان ویل شوي، د افغانستان ۱۲۳ ولسوالیو کې په ملاریا د اخته کېدو خطر شته.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هم وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا ثبت شوې پېښې د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه ډېرې وې.

خو نوموړي ازادي راډيو ته وویل، په وروستیو څلورو کلونو کې د ملاریا له امله په افغانستان کې د مړینې کومه پېښه نه‌ده ثبت شوې.

"موږ په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۱۲۵ زره او ۷۸۸ د ملاریا مثبتې پېښې درلودې
شرافت زمان

نوموړی وايي: "موږ په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۱۲۵ زره او ۷۸۸ د ملاریا مثبتې پېښې درلودې، له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۲ کال پورې د ملاریا ناروغۍ ۶۷ سلنه کمه شوې ده، خو که ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو سره پرتله کړو، په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله د ملاریا پېښې ۴۵ سلنه ډېرې شوې دي."

شرافت زمان دغه ډول ادعا کوي چې د ملاریا ناروغۍ د درملنې په خاطر یې ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او په تېر کال کې یې په هغو سیمو کې چې د ملاریا خطر شته، دوه میلیونه پشه خانې «ماش لومې» هم وېشلي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د ملاریا څانګې مسوول ډاکتر احمد ولید صدیقي وايي، د شپې له‌خوا د پشه خانو «ماش لومو» په کارولو، کړکیو ته د جالي په نیولو او د کور شاوخوا ته د ولاړو اوبو په لرې کولو سره کېدای شي خلک له ملاریا ځان وژغوري.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

هغه ازادي راډيو ته وویل، ملاریا ساري ناروغي ده چې له یوه انسان بل ته لېږدېدای شي او تر ډېره په ګرم موسم کې یعنې له جون تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې یې د خپرېدو امکان ډېرېږي.

ښاغلی صديقي وايي: "له هغو کسانو څخه چې تبه او لړزه لري او په ملاریايي سیمو کې ژوند کوي، غوښتنه مو ترې دا ده چې ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ورشي چې په وړیا ډول یې د ناروغۍ تشخیص او درملنه وشي. تشخیص او درملنه نه یوازې د ناروغ د مرګ مخه نیسي، بلکې په رغېدو کې یې هم مرسته کوي. دا خپله د وقایې یوه برخه ده چې موږ د ملاریا ناروغان وختي تشخیص او په ګټورو درملو یې درملنه وکړو، په دوی کې بیا ګمیت (سپرم) په وجود کې نه راڅرګندېږي او نورو ته یې هم نه لېږدوي."

د روغتیا د نړيوال سازمان د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا ۹۰ سلنه پېښې د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له نړيوالو سازمانو غواړي چې د ملاریا په له‌منځه وړولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG