د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د ثور ۸مه د مجاهدينو د بري ورځ؛ افغانستان کې د کومو بدلونونو سبب شوه؟


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

له نن څخه ٣١ کاله مخکې، د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي میاشتې په اتمه نېټه، مجاهدین په افغانستان کې بریا ته ورسېدل.

د سیاسي چارو یو شمېر پوهان وايي، چې دې ورځې د افغانستان خلکو لپاره بدې پايلې درلودې.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه حمید عزیزي وايي، د ١٣٧١ کال د غويي اتمه په حقیقت کې د ۱۳۵۷ کال د غويي میاشتې اوومې نېټې د کودتا ادامه وه، چې د افغانانو لپاره د بدمرغۍ لامل شوه.

نوموړی وايي: "قومي او مذهبي ډلې جوړې شوې، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند له بېلابېلو برخو سره يې اړيکې ټينګې کړې او د واک لېږد هم په همدې بنسټ ترسره شو. د ۱۳۵۷ میراث په ١٣٧١ کال کې دوام وموند چې ثمره يې د افغانستان د خلکو لپاره بربادي، تباهي، بدبختي، بې ځایه کېدل، وژنې، چور ، لوټماري او د ټولو ملي شتمنیو ضایع کېدل دي."

د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور په میاشت کې د ډاکټر نجیب الله حکومت نسکور او په افغانستان کې د مجاهدینو بېلابېلو ډلو واک ترلاسه کړ.

مجاهدین ۳۱ کاله وړاندې کابل ته ننوتل، د مجاهدینو له بریا وروسته صبغت الله مجددي د دوو میاشتو لپاره د «اسلامي دولت» د مشر په توګه وټاکل شو او بیا برهان الدین رباني واک ترلاسه کړ، خو د ښاغلي رباني د واکمنۍ دوام د ځينو جهادي څېرو په تېره بيا د ګلبدين حکمتيار له مخالفتونو سره مخ شو.

د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور په میاشت کې د ډاکټر نجیب الله حکومت نسکور شو.
د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور په میاشت کې د ډاکټر نجیب الله حکومت نسکور شو.

د ځینو کسانو په وینا، د ۱۳۷۱ کال د غویي میاشتې په ۸مه واک ته له رسېدو وروسته، جهادي مشرانو ونه شو کړای چې د غه لاسته راوړنه خوندي کړي او د دې پر ځای چې یو ځواکمن او سراسري حکومت رامنځته کړي، د یو بل وژلو او له منځه وړلو هڅې یې پیل کړې.

سياسي فعال عليم داد عليم وايي، د ثور اتمه د بري ورځ وه، خو له بده مرغه له حکومتوالۍ سره د مجاهدينو د نا بلدۍ له امله خپلمنځي اختلافات راپيدا شول.

"د غویي اتمه نېټه د افغانستان په تاریخ کې د یو مهم بدلون ورځ ده

نوموړی وايي: "د غویي اتمه نېټه د افغانستان په تاریخ کې د یو مهم بدلون ورځ ده چې د افغانستان مسلمان ملت له څوارلس کلنې مبارزې او د هر ډول قربانیو په زغملو سره د وخت د ستر پوځي قدرت د تجاوز په وړاندې بریا ترلاسه کړه، خو له بده مرغه د مجاهدینو له راتګ وروسته د حکومتدارۍ سره د هغوی د نا بلدتیا له امله له خپلمنځي اختلافاتو سره مخ شول."

د واک ترلاسه کولو وروسته، مجاهدین ډېر ژر په تنظیمي جګړو کې ښکېل شول، د جهادي ډلو تر منځ جګړې د کابل او د افغانستان د ډېرو عام المنفعه تاسیساتو د ویجاړولو سربېره د لسګونو زرو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوې او د جګړو دوام د دې هېواد ميلیونونه وګړي بې ځایه کړل.

واک ته د مجاهدينو له رسېدو وروسته صبغت الله مجددي د حکومت مشر وټاکل شو.
واک ته د مجاهدينو له رسېدو وروسته صبغت الله مجددي د حکومت مشر وټاکل شو.

د سياسي چارو پوه ډاکټر صلاح الدين سعيدي وايي، چې د جهاد اساسي شعار د افغانستان ازادي او اسلام ته خدمت و، خو هغه څه چې له دې وروسته وشول بايد ترې عبرت واخيستل شي.

ښاغلی سعيدي وايي: "د ثور اتمې د جهادي مبارزې اصلي موخه او شعار د افغانستان ازادي او د اسلام دفاع وه، خو په عمل کې څه وشول او ایا افغانستان په رښتیا هم ازاد شو او اسلام ته یې خدمت وکړ؟ یا موږ د پنجاب په دام کې ولوېدو؟ دا هغه اساسي ټکي دي چې وروسته د تراژیدۍ د دوام لامل شول."

خو د سیاسي چارو یو بل پوه فهیم کوهدامني وايي، د غويي اتمه نېټه د افغانانو بریا وه چې ویې شو کولای د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې مقاومت وکړي او هغوی ته ماته ورکړي.

"د ثور اتمه د یوې سترې امپراتورۍ او د دوی خطرناکې ایډیالوژۍ په وړاندې د جنګیالیو بریا وه.
کوهدامني

نوموړی وايي: "د ثور اتمه د یوې سترې امپراتورۍ او د دوی خطرناکې ایډیالوژۍ په وړاندې د جنګیالیو بریا وه. په نړۍ کې هیچا دا فکر نه کاوه چې دا کمزوری ملت د شوروي اتحاد د ځواکونو په وړاندې مقاومت وکولای شي."

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د غویي میاشتې اتمه د افغانانو د بریا، ازادۍ او نجات ورځ بولي او وايي، مجاهدین توانېدلي چې هېواد د کمونیستي رژیم له منګولو ازاد کړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دوی حکومت هڅه کوي چې د افغانانو د څو لسیزو قربانیو ثمره له لاسه ورنه‌کړي او په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام پلی شي.

د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله هم په خپل ټويټر پاڼه د ثور اتمه د ملي وياړ ورځ بللې او ليکلي يې دي، چې د جهاد په څوارلس کلنه موده کې افغان ملت د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره په ميليونونو شهيدان، معلولین او د ټپيانو قرباني ورکړه او د کډوالۍ سختۍ ورځې يې زغملې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG