د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

بلومبرګ: طالبانو له چین او پاکستان سره د یو کمربند او افغانستان ته د یوې لارې د پروژې غځول منلي


د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، منځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او چپ لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر ګانګ. 06.05.2023
د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، منځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او چپ لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر ګانګ. 06.05.2023

بلومبرګ:

بلومبرګ خپرونې چې د امریکا له متحدو ایالتونو خپرېږي په دې باب لیکنه خپره کړې، چې طالبانو له چین او پاکستان سره ومنله چې د یو کمربند او یوې لارې لویه پروژه به افغانستان ته غځول کېږي.

له دې سره د لیکوال په باور په افغانستان کې چې بندیزونو ځپلی پر زېربنايي پروژو د لګولو لپاره په میلیاردونو ډالره جلب شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ او د هغه پاکستاني ساري بلاول بوټو زرداري د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د بیارغونې په چارو له دې جملې د چین او پاکستان په اقتصادي دهلېز کې به د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته ونډه ورکوي.

دغه پروژه چې په CPEC مشهوره ده، ارزښت یې ۶۰ ميلیارد ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي هم، د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا- جلا کتنې درلودې.

د چین او پاکستان چارواکو تر دې مخکې افغانستان ته هم د دې پروژې د غځولو په باب خبرې کړې وې.

د یوه کمربند یوې لارې په نوم دغه ابتکار د چین د ولسمشر شي جین پینګ په نوښت پیل شوې پروژه ده، چې نږدې لسیزې مخکې یې کارونه پیل شول.

د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د دې لویې پروژې یوه برخه ده.

د بلومبرګ خپرونې په وینا، د طالبانو حکومت چې له مالي ستونزو سره مخامخ دی، په دې پروژه کې ونډې اخیستې ته چمتووالی ښوولی او پر اساسي پروژو د پانګونې جلب ته یې لېوالتیا ښودلې ده.

د لیکوال په باور طالبانو دغه راز هیله‌مندي ښوولې، چې چین د افغانستان پر طبیعي زېرمو چې ارزښت یې یو تریلیون ډالره اټکل شوی پانګونه وکړي.

د طالبانو حکومت په جنورۍ میاشت کې خپل یو قرارداد د چین د پټرولیم له ملي شرکت سره لاسلیک کړ، چې دغه شرکت د افغانستان د امو سیند له حوزې تېل استخراج کړي.

داسې راپورونه ورکړل شوي چې د چین ګوچین شرکت د طالبانو له حکومت سره منلې څو په افغانستان کې د لیتیوم پر زېرمو به ۱۰ ميلیارد ډالره پانګونه کوي.

انډین اکسپرس:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې انډین اکسپرس هم د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز په باب لیکنه خپره کړې چې اوس په‌کې د افغانستان د ورګډولو پر لارو چارو بحث کېږي.

د انډین اکسپرس په لیکنه، د شنبې په ورځ د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرېکړه وکړه چې دواړه لوري به د افغانانو بشري او اقتصادي لاسنیوي ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دواړه لوریو موافقه وکړه چې په افغانستان کې به پرمختیايي همکاري زیاتوي، دغه راز د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژه به افغانستان ته هم غځوي.

که څه هم د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو چین او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او طالبانو دواړو هېوادونو ته خپل ډیپلوماتان لېږلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG