د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

مېل انلاین: د افغانستان څو ولایتونه د ملخانو له جدي ګواښ سره مخ دي


ارشیف: د کندز په کروندو کې ملخان
ارشیف: د کندز په کروندو کې ملخان

مېل انلاین:

د بریتانیا چاپ مېل انلاین خپرونې د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د ملخانو د ګواښ په اړه یو مطب خپور کړی دی.

په مطلب کې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور په حواله ویل شوي چې د افغانستان څو ولایتونه د ملخانو د حملو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په حواله راغلي چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو حد اقل اته يې د ملخانو د یو ډول چې ویل کېږي مراکشي ملخان دي له ګواښ سره مخامخ دي چې کرنه او حاصلات له منځه وړي.

خپرونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د مشر ریچارد ترینچ هارډ په حواله ویلي، د ملخانو ګواښ په هغو سیمه کې ډېر دی چې د افغانستان د غلو د کندو په نوم یادېږدي.

د هغه په خبره د ملخانو دا حملې به د کروندګرو، خلکو او د ټول هېواد لپاره خطرناکې وي.

د مېل انلاین خپرونې په ټکو، په روان کال کې د ملخانو یو لوی برید کولی شي چې له ۲۸۰ څخه تر ۴۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د کرنې په برخه کې د افغانستان اقتصاد ته زیان واړوي.

خپرونې د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او ابو لګولو وزارت ویاند مصباح الدین مستعین په حواله لیکلي چې وايي، له ستونزې خبر دي، هڅې یې پیل کړي او غواړي زیانمنو سیمو ته د ملخانو د له منځه وړلو لپاره لازم مواد ولېږدوي.

کرکټ نیوز:

کرکټ نیوز خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د بریتانیا مشهور سپېنر ګریم سوان له قوله لیکلي چې وايي، که چېرته راشد خان او نور احمد په همدې ډول چې اوس لوبه کوي دوام ورکړي افغانستان کولی شي چې د یو ورځنیو لوبو نړیوالو جام وګټي.

سوان چې د بریتانیا د کرکټ په تاریخ کې یو مشهور سپېنر یا ورو توپ اچونکی دی د هند د روان کال د کرکټ د غوره لیګ سیالیو کې یې د دغو دوو افغان لوبغاړو د لوبو ډېره ستاینه کړې ده.

د سوان په خبره، ټوله نړۍ باید له هند سره سیالي وکړي چې دا ډول د کرکټ لوبغاړي لري، پرته له افغانستان څخه چې راشد خان او نور احمد یې د نړۍ په کچه تر ټولو غوره لوبغاړي دي.

د سوان په خبره که دا دوه لوبغاړي همداسې لوبې وکړي افغانستان کولی شي چې نړیوال جام وګټي.

XS
SM
MD
LG