د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

واشنګټن پوسټ: طالبان پر افغانستان د کنټرول لپاره کندهار د خپل مرکز په توګه ټاکي


د کندهار ښار یوه څنډه
د کندهار ښار یوه څنډه

نړیوالو مطبوعاتو ته کتنه

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې د کندهار د سیاسي اهمیت په باب لیکنه خپره کړې ده، چې مهم فرمانونه ورڅخه صادرېږي.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، کندهار نن سبا د طالبانو د لومړۍ دورې پرتله په ظاهره یو له ګڼې ګوڼې ډک، باامنه او عصري ښار دی، چې فابریکې په کې اسپرین او د ماشومانو پوډري شیدې تولیدوي، مالیې په کې راټولېږي، شپه او ورځ برښنا هم لري.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، اوس داسې نښې نښانې شته چې د ملا هبت الله اخندزاده تر مشرۍ لاندې د طالبانو رهبران پر افغانستان د کنټرول لپاره کندهار د خپل مرکز په توګه ټاکي.

د لیکنې له مخې، دې کار په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د منځلارو غړو نفوذ کم کړی او د طالبانو رژیم خپلې ځپونکې پالیسۍ دوه برابره شدیدې کړې دي.

د مقالې لیکواله پامیلا کانسټېبل زیاتوي، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د رژیم چارواکو د جاپان او قطر هیئتونو ته د کابل پر ځای په کندهار کې د کتنې بلنه ورکړه.

لیکواله وايي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کندهار ته لېږدول شوی او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز سرپرست انعام الله سمنګاني چې د افغانستان د شمال دی، هم له کابله بیول شوی او په کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولیت ورکړل شوی دی.

د ورځپاڼې لیکواله وايي، تر اوسه د دغو بدلونونو په اړه د طالبانو چارواکو رسمي وضاحت نه دی ورکړی، خو دوی ویلي چې د طالبانو رهبر هبت الله اخندزاده هڅه کوي چې کندهار ته د قدرت د مرکز په لېږدولو سره د دوی واک او ځواک لا پیاوړی کړي، هغه اقدام چې له نړیوالو غوښتنو سره به د دوی مخالفت لا زیات کړي.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د دوی رهبر ملا محمد عمر په کندهار کې و او تر ډېره یې له هغه ځایه واک چلاوه.

سټېټسمن:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې سټېټسمن پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې غونډې په باب لیکنه خپره کړې، چې د متحده عرب اماراتو په غوښتنه جوړېږي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو سفیرې لانا نسیبه چې هېواد یې د امنیت شورا دوره يي مشري کوي ویلي، چې دغه غونډه به د جون میاشتې پر ۲۱مه د افغانستان پر وضعیت راوبلل شي.

د سټېټسمن په لیکنه، مېرمن نسیبې ویلي، د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غړو هېوادونو همکاري باید دوام وکړي.

د دې هندۍ ورځپاڼې د لیکنې له مخې مېرمن نسیبې تېره پنجشنبه ویلي، چې امنیت شورا به د افغانستان په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه خپل کار ته دوام ورکړي.

ویل شوي، د افغانستان د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همږغی کوونکی فریدون اوغلو به د روان کال په نومبر میاشت کې امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په باب یو هراړخیز راپور وړاندې کړي.

له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې د نړیوالو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو له غوښتنو سره سره یې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم حق نه دی ورکړی.

طالبانو د ښځو او نجونو د پوهنتون زده کړې هم منع کړي او ښځې یې په غیردولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کاره راګرځولي او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې هم د دوی کار منع اعلان کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG