د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

ملګري ملتونه: امریکا بېرته له یونسکو سره یوځای کېدل غواړي


په پاریس کې د یونسکو مرکزي دفتر
په پاریس کې د یونسکو مرکزي دفتر

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې یونسکو ویلي چې د امریکا متحده‌ایالات غواړي بېرته له دې ادارې سره یو ځای شي.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې، یونسکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا متحده‌ایالات په پام کې لري چې بېرته له دې ادارې سره یو ځای شي او د څو کلونو د خپلې ونډې پیسې به چې څه باندې شپږ سوه ميلیون ډالره کېږي، ورکړي.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې متحدو ایالتونو په یونسکو کې خپل غړیتوب په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغې وځنډاوه چې په دغه اداره کې یې د فلسطین له غړیتوب سره مخالفت څرګند کړ.

امریکایي چارواکو ویلي، یونسکو ته د بېرته ستنېدو پرېکړه یې هغو اندېښنو ته په پام کړې چې ګواکې چین په دې اداره کې د پالیسۍ جوړولو په برخه کې د امریکا تشه ډکه کړې ده.

په تېره هغه چې دا اداره یې په نړۍ کې د مصنوعي ذهانت او د ټکنالوژۍ د زده‌کړې د نورمونو د جوړولو په برخه کې مخته وړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مدیریت او سرچینو د برخې مرستیال ریچارډ ویرما تېره اوونۍ د یونسکو عمومي منشي ادرې ازولې ته یولیک استولی او له دې ادارې سره د بېرته یو ځای کېدو پلان یې ورته په رسمي توګه بیان کړی دی.

د یونسکو یوه ډیپلوماټ ویلي چې مېرمن ازولې د متحدو ایالتونو د پرېکړې په اړه د دوشنبې د ورځې په ځانګړې غونډه کې د یونسکو د غړیو هېوادونو استازیو ته خبر ورکړ.

له یونسکو سره د متحدو ایالتونو د بېرته یو ځای کېدو په اړه به چې هغه مهال د دې ادارې ستر تمویلونکی و، راتلونکې میاشت د ۱۹۳ هېوادونو استازي رایې واخلي.

د امریکا متحدو ایالتونو او اسراییل وروسته له هغې له یونسکو سره مالي مرستې ودرولې چې دې ادارې په ۲۰۱۱ کال کې د رایو په نتیجه کې فلسطین خپل رسمي غړی ومانه.

دواړو هېودونو په ۲۰۱۳ م کال کې د رایې ورکولو حق له لاسه ورکړ.

په ۲۰۱۷ م کال کې د امریکا د وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه وکړه چې کال وروسته به له دغې ادارې څخه په بشپړه توګه وځي.

د ټرمپ حکومت په دې اداره کې د اسراییل ضد تعصبونه او مدیریتي ستونزې د خپلې پرېکړې د لامل په توګه یادې کړې وې.

د یونسکو عملیاتي بودیجه چې په کال کې ۵۳۴ ميلیون ډالره ده، مخکې یې متحدو ایالتونو ۲۲ سلنه تامینوله.

یوه ډیپلومات هیله څرګنده کړې چې یونسکو ته د امریکا بېرته ستنېدل به د دې ادارې د وړتیا پر زیاتوالي سربېره د مصنوعي ذهانت د تنظیم د چارو او هم په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړې د پروګرامونه له لا پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې امریکا په ۱۹۹۸ کال کې د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په واکمنۍ کې هم له دې ادارې څخه وتلې وه او ادعا یې کړې وه چې دا اداره فاسده او د شوروي د ګټو د خوندي کولو لپاره کار کوي.

متحده‌ایالات په ۲۰۰۳ م کال کې بېرته له دې ادارې یو ځای کېږي.

XS
SM
MD
LG