د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

طالبانو ته د ۱۷۸ نورو افغان بندیانو سپارل؛ طالبان: په ایران کې لا هم ۶۰۰۰ افغانان بندیان دي


ارشیف: د اسلام کلا بندر یوه څنډه
ارشیف: د اسلام کلا بندر یوه څنډه

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، په ایران کې بندي ۱۷۸ نور زندانیان هم د افغانستان لوري ته وسپارل شول.

په تهران کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی وایي، د ایران له حکومت سره د هوکړې له مخې یوه بله ډله زندانیان چې پر بېلابېلو جرمونو زنداني وو، افغانستان ته ولېږدول شول.

په تهران کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر فضل محمد حقاني تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وويل: "افغانستان ته ۱۷۸ زندانیان انتقال او په اسلام قلعه بندر کې د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شول. دوه ایرانیان چې افغانستان کې زنداني وو، ایراني لوري ته وسپارل شول، دوی کې یوه ښځه او یو بل نرینه وو."

په تهران کې د افغانستان سفارت چې دا مهال د طالبانو په کنټرول کې دی.
په تهران کې د افغانستان سفارت چې دا مهال د طالبانو په کنټرول کې دی.


د حقاني په خبره دغه ایراني ښځه او نارینه له یوه کال راهیسې په افغانستان کې زنداني وو، خو پر هغوی د پورې شویو تورونو او یا د هغوی د محکمې د حکم په اړه یې معلومات ورنه کړل.

حقاني وایي، لا هم زرګونه افغانان په ایران کې زنداني دي.

نوموړی وايي: "په ایران کې د ټولو افغان زندانیانو شمېر تقریباً شپږ زره دی. دوی کې څلور سوه داسې دي چې قاتل او مقتول دواړه افغانان دي. ځینې افغانان چې شمېر یې معلوم نه‌دی په اعدام محکوم دي. د ایران حکومت ژمنه کړې چې د ۱۷ سوو تر ۱۸ سوو شاوخوا کې زندانیان به افغان لوري ته لېږدوي. له دې ډلې ۸۳۰ تنه یې له سږ کال روژې مخکې افغانستان ته انتقال شوي دي."

د تېرې یکشنبې په ورځ هم ایران سل افغان زندانیان د طالبانو حکومت ته وسپارل.

په تهران کې د طالبانو ډيپلوماتان وایي، له لوی اختر وروسته به هم افغانستان ته د زندانیانو د انتقال لړۍ دوام ومومي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، تر اوسه ۱۱۳۱ افغان زندانیان له ایرانه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ګڼ شمېر افغانان پاکستان، ایران او تاجکستان ته کډوال شول.

د راپورونو له مخې دغه افغان کډوال په دغو ګاونډیو هېوادونو کې له سختو فشارونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او وخت نا وخت ځورول او زنداني کېږي.

ایران د افغان کډوالو د زنداني کولو ترڅنګ تازه په فارس ولایت کې د افغان کډوالو پر کار کولو هم بندیز ولګاوه.

د ایران سربېره پاکستان په ځانګړې توګه سند ایالت کې يې سلګونه افغانان زنداني شوي او ناتایید شوي راپورونه وایي، تاجکستان هم یو شمېر افغان اتباع زنداني کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG