د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

په میدان وردګ کې د چاودنو له کبله ۱۲ ماشومان وژل شوي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ لایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ لایت موقعیت

د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې په تېرو دوو میاشتو کې د ناچاوده چاودېدنکو توکو د چاودنو له امله ۱۲ ماشومان وژل شوي.

دغه راز ياد ولسوالۍ کې په تېره میاشت کې ۵ نور ماشومانو ټپیان شوي هم دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د یاد ولایت په ګڼو سیمو کې د تېرې شل کلنې جګړې ناچاوده مرمۍ او ماینونه پاتې چې نږدې هر ورځ د ماشومانو، لويانو او حیواناتو ژوند اخلي.

خلک له واکمنو طالبانو او نور موسساتو غوښتنه کوي چې سیمې دې له ماینونو څخه ورته پاکې کړي.

د دې راپور د نورو جزییاتو د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:24 0:00
XS
SM
MD
LG