د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

قلم نړيواله ټولنه: طالبان دې افغان شاعر او انځورګر 'حسيب احراري' خوشې کړي


حسیب احراري
حسیب احراري

قلم نړيوالې ټولنې د افغان شاعر او انځورګر حسيب احراري پر نيول کېدو خواشيني څرګنده کړې او د نوموړي او نورو هغو کسانو چې د دې ټولنې په وینا د سوله‌ییزو څرګندونو له امله بندیان شوي دي، د بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

يادې ټولنې په یوې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ماښام خپره شوه، د حسیب احراري نیول کېدل د طالبانو له‌خوا د مدني ټولنې او د بیان د ازادۍ د پرله‌پسې ځپلو وروستۍ بېلګه بللې، چې د دې ټولنې په وینا د ښځو د حقونو د فعالانو، خبریالانو او فرهنګي شخصیتونو د خپل‌سرو نیول کېدو لامل شوې.

د قلم نړیوالې ټولنې په دغه اعلامیه کې د دې ټولنې د لیکوالو د کمېټې د رییسې ما تیدا له قوله ویل شوي، په داسې یوه هېواد کې چې بډایه ادبي دود لري او شاعرانو ته د هر عمر افغانانو له‌خوا درناوی کېږي، د احراري نیول د خواشینۍ وړ خبره ده، دا چې څنګه طالبان د ځپلو له لارې د افغانستان کلتوري میراث ګواښي.

ما تیدا زیاته کړې چې: "له طالبانو څخه غواړي، چې حسیب احراري د سمدستي خوشې کړي او د مدني ټولنې ځپل دې پای ته ورسوي."

تر دې مخکې د جون په لومړۍ نېټه، حسیب احراري ته نږدې کسانو ازادي راډيو ته ویلي و چې د طالبانو د استخباراتو ادارې، هغه د کابل ښار په ۳۱۵ سیمه کې له خپل کور څخه نیولی دی.

حسیب احراري د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په کابل کې اوسېده، د خپلوانو په خبره یې، نوموړي پلان درلود چې له ایران څخه تر راستنېدو وروسته د خپلو شعرونو یو کتاب چاپ کړي.

شاعر، نقاش او انځورګر حسیب احراري
شاعر، نقاش او انځورګر حسیب احراري

قلم نړیوالې ټولنې په خپله اعلامیه کې د پوهنې د فعال او د قلم لار بنسټ مشر، مطیع‌الله ویسا او د افغان الاصله فرانسوي خبریال، مرتضی بهبودي نیولو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، دوی له پنځو میاشتو راهیسې په خپل‌سري ډول نیول شوي او په بند کې دي.

دغه ټولنه وايي، دوی له طالبانو غواړي چې محدودونکې تګ‌لارې ودروي له دې ډلې هغه اقدمات، چې په هېواد کې د بیان د ازادۍ حق کمزوری کوي.

د مطیع‌الله ویسا ځینو خپلوانو په دې اړه له ازادي راډیو سره له خبرو ډډه وکړه، خو د مرتضی بهبودي مېرمنې الکساندرا بهبودي د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د هغه د مېړه د خلاصون لپاره دې غږ پورته کړي. ‌

نوموړې وويل: "پنځه میاشتې کېږي چې په ډېر رنځ، خپل د افغاني الاصله فرانسوي خاوند مرتضی بهبودي انتظار باسم، چې خپل د خبريالۍ د فعالیت له امله، لا هم په افغانستان کې د طالبانو په بند کې دی."

شاعره او لیکواله خالده تحسین وايي، چې د ادبي او فرهنګي شخصیتونو نیول یو بشري ناورین دی.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "شاعران، لیکوالان او انځورګران هغه کسان دي چې انساني لید لري، دوی د انسانانو او خپل د چاپیریال درد څرګندوي او خپل احساسات د شعرونو، لیکنو او انځورونو له لارې بیانوي. که موږ د بیان د ازادۍ، د فکر د ازادۍ او د هغو کسانو مخه ونیسو چې غواړي د خپلو خلکو د درد غږ پورته کړي، دا یو انساني ناورین دی."

مېرمن تحسين زياته کړه، هيله لري چې د دې ناورین مخه ونيول شي او حسيب احراري او د هغه په څېر نور کسان له بنده خوشې شي.

د پوهنې د فعال او د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا چې اوسمهال د طالبانو بند کې دی.
د پوهنې د فعال او د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا چې اوسمهال د طالبانو بند کې دی.

طالبانو د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو مخکې یې ویلي چې یو شمېر دغه فعالان د خپلو رسمي او مسلکي فعالیتونو له امله نه‌دي نیول شوي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت له‌خوا د ګڼ شمېر فرهنګي، ټولنیزو، سیاسي فعالانو، ژورنالېستانو او مدني فعالانو د ګواښونو، وهلو، نیولو، شکنجې او زنداني کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

که څه هم له څه مودې وروسته يو شمېر يې بېرته خوشې شول، خو د زده‌کړې د برخې د فعال مطيع‌الله ويسا او افغان الاصله فرانسوي خبريال مرتضى بهبودي په ګډون يو شمېر يې له څو مياشتو راهيسې د طالبانو په بند کې دي او د دوی کورنۍ او خپلوان د دوی له برخلیک نه‌دي خبر.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG