د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د بريتانيا د پارلمان لسګونو غړو د افغان ښځینه فوټبالرانو د ملاتړ غوښتنه کړې


د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډلې ځینې لوبغاړي چې اوسمهال په بریتانیا کې دي.
د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډلې ځینې لوبغاړي چې اوسمهال په بریتانیا کې دي.

د بريتانيا د پارلمان لسګونو غړو د فوټبال له نړيوال فدراسيون یا فيفا څخه غوښتي چې د افغان ښځينه فوټبالرانو ملاتړ وکړي چې په جلاوطنۍ کې ژوند تېروي.

د فوټبال د نړيوال فدراسيون یا فيفا رييس ته په يوه ليک کې د بريتانيا د پارلمان له سلو زياتو غړو غوښتنه کړې، چې افغان ښځينه فوټبالرانو ته چې اوسمهال په جلا وطنۍ کې ژوند کوي، په نړيوالو لوبو کې د سيالۍ زمينه برابره کړي.

د فیفا مشر جياني اینفانتينو ته په خپل لیک کې دغو استازو د جنورۍ په میاشت کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې بنسټ ایښودونکې خالدې پوپل په غوښتنې د افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

ملالې یوسفزۍ د چهارشنبې په ورځ، په دې اړه په یوه ټوېټ کې لیکلي: "له دې چې طالبانو ښځې د عادي ژوند له ټولو برخو څخه ایستلي دي د افغانستان ښځينه فوټبال ټیم به د خپل هېواد لپاره د زړورتیا او مقاومت سمبول پاتې شي."

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د بریتانیا، اسټرالیا، پرتګال او ایټالیا د پارلمانونو ۷۶ غړو دغه لیک لاسلیک کړی دی.

په لیک کې راغلي، چې دوی له فیفا غواړي چې په افغانستان کې د سپورټ په برخه کې د ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو د مخنیوي لپاره لا ډېر اقدامات سر ته ورسوي او ملاتړ یې وکړي.

هغه ښځینه فوټبالرانې چې د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبېدلې او اوس له افغانستان څخه بهر ژوند کوي هم د فیفا د ملاتړ غوښتنه کوي او د افغانستان د ښځینه ملي لوبډلې په توګه نړیوالو لوبو ته لاسرسی غواړي.

د افغانستان ښځینه فوټبالرانې
د افغانستان ښځینه فوټبالرانې

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ښځينه ملي لوبډلې یوې غړې ام البنين، چې اوس په یوه اروپايي ټیم کې لوبېږي ازادي راډیو ته وویل: "د هغو ننګونو او نابرابریو له امله چې مونږ يې شاهدان وو، د افغانستان د فوټبال ډېر لوبغاړي له افغانستانه ووتل، چې زه هم له دې جملې څخه يم. له ملګرو ملتونو او فیفا څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې له هغو نجونو څخه چې په افغانستان کې دي او ټولې دروازې په ځانګړې توګه د سپورټ او زده کړې دروازې د هغوی پر مخ تړلي او له هغه نجونو څخه، چې له افغانستان څخه بهر دي ملاتړ وکړي ترڅو وشي کولای د ملي لوبډلې په نوم په رسمي او نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي."

د افغانستان د فوتبال د ۱۷ کلنو ښځينه ملي لوبډلې يوه بله لوبغاړې مستوره يوسفي هم ورته غوښتنه لري.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "بايد له هغو نجونو سره چې د افغانستان دننه دي او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي مرسته وکړي. په همدې توګه زما غوښتنه له فيفا څخه دا ده، چې مونږ ته د لوبېدو زمينه برابره کړي څو وشو کولای د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډلې په توګه په رسمي او نړیوالو لوبو کې ګډون وکړو."

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د فوټبال ښځينه ملي لوبډله اسټرالیا ته واستول شوه.

اوس د دې ټیم غړي د فوتلا ټیم 'ملبورن ويکتوري' په ملاتړ په دې هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

خو په افغانستان کې دننه له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی، ښځې د سپورټ په ګډون په بېلابېلو برخو کې له فعاليت څخه منع شوي او په دې هېواد کې د ښځو د فوټبال کومه رسمي لوبډله نه‌شته.

XS
SM
MD
LG