د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

ایران ته تللي د افغانستان د تېر نظام ځینې سرتېري: ډېری پوځیان د خوراک ډوډۍ نه‌‌‌ لري


ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځینې امنیتي ځواکونه
ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځینې امنیتي ځواکونه

د پرځېدلي جمهوري نظام د وسله‌والو ځواکونو یو شمېر سرتېري چې ایران ته تللي دي وايي، په ډېر بد حال کې ژوند کوي.

امین الله رنجبر د پرځېدلي جمهوري نظام د لسګونه زره پوځیانو له ډلې دی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته کډه شوی.

رنجبر د ځان او خپلو ملګرو د وضعیت په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر سقوط وروسته ډېری پوځیان ایران او پاکستان ته ولاړل چې د دوی وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي او حتی د خوراک ډوډۍ نه‌‌‌لري. اوس له دې زاویې ورته وګورئ چې وضعیت به یې څنګه وي. د کور ستونزه لا پرېږېده. د دوی ماشومان ښوونځیو ته نه‌شي تللی. د افغان پوځیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی."

په ایران کې په درنو کارونو بوخت د افغانستان د تېر نظام یو سرتېری
په ایران کې په درنو کارونو بوخت د افغانستان د تېر نظام یو سرتېری

په تهران کې د افغانستان سفارت چې په دې وروستیو کې طالبانو ته سپارل شوی وايي، د پخواني حکومت ګڼ پوځیان چې ایران ته تښتېدلي وو، د سفارت په مرسته خپل هېواد ته ستانه شوي.

د افغان سفارت شارژدافېر فضل محمدحقاني بېګا ازادي راډیو ته وویل: "زموږ چلند په ایران کې د زاړه حکومت له چارواکو سره مثبت دی او مرسته مو دا ورسره کړې چې ډېر چارواکي مو بېرته وطن ته لېږلي دي، لکه وکیلان، د پارلمان غړي، قوماندانان او نور. او په ایران کې د دېره چارواکو شمېر موږ ته نه‌دی معلوم."

په تهران کې د افغانستان سفارت چې اوسمهال د طالبانو په کنټرول کې دی.
په تهران کې د افغانستان سفارت چې اوسمهال د طالبانو په کنټرول کې دی.

د افغان د ملي ځواکونو د ملاتړ مرکز چې په کابل کې فعالیت کوي وايي، د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته زرګونه پخواني سرتېري ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

د دې مرکز مشر محمدسلیم وردک ازادي راډیو ته وویل: "له سیاسي تحول وروسته ډېره برخه یعنې ۱۵ زره ایران ته مهاجر شول. په دوی کې ۳۵۰۰ تنه د شهیدانو او معلولینو کورنۍ وې. شاوخوا ۱۳۵۰ تنه په پاکستان کې مېشت دي او په ډېر کم شمېر تاجکستان ته ولاړل او ترکیې ته یوازې هغه افسران او د مشرتابه په کچه پوځي چارواکي ولاړل. ځینې یې حتی د وضعیت له خرابېدو مخکې چې ښايي خبر وو یا بل هر دلیل چې و، مخکې ولاړل او ځینې نورو د سقوط پرمهال ځانونه ترکیې ته وايستل."

یو شمېر پخوانیو پوځیانو یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات هم له ځانونو سره ګاونډیو هېوادو ته یووړل.

ویل کېږي، د افغانستان لسګونه پوځي الوتکې تاجکستان ته لېږدول شوې دي.

په تهران کې د طالبانو د حکومت شارژدافېر ښاغلی حقاني په دې اړه وايي: "په همغو لومړنیو میاشتو کې د امارت اسلامي د مشرانو د هلو ځلو په نتیجه کې په زیاته اندازه وسایط، تجهیزات او وسلې د ایران د اسلامي جمهوریت له‌خوا اسلامي امارت ته د فراه او اسلام کلا د سرحدونو له لارې تسلیم شول او ډېره لږه اندازه شیان په ایران کې پاتې شوي دي."

په افغانستان کې د بشري حقونو ځینو مدافع بنسټونو پر طالبانو کله ناکله تور لګولی چې د ملاهبت الله د عفوې له فرمان یې سرغړونه کړې او په یو شمېر سیمو کې یې د تېر نظام سرتېري شکجنه، وژلي یا تري تم کړي دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو ځینو مدافع بنسټونو پر طالبانو کله ناکله تور لګولی چې د ملاهبت الله د عفوې له فرمان یې سرغړونه کړې او په یو شمېر سیمو کې یې د تېر نظام سرتېري شکجنه، وژلي یا تري تم کړي دي.

د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده د عفوې له فرمان سره سره کله نا کله د پخواني نظام د سرتېرو د نیولو او حتی وژنو راپورونه ورکول کېږي، خو طالبان یې علت شخصي دښمنۍ بولي.

د تېر نظام د بشري حقونو کمېسیون چې طالبانو منحل اعلان کړی او په بهر کې فعالیت کوي هم په وار وار، په هېواد کې دننه او په بهر کې د پخوانیو سرتېرو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG