د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

طالبان د سینګارتونونو د بندېدو لامل له رسنیو سره شریکوي


ارشیف: :په کابل کې د یوه سینګارتون مخې ته وسله وال طالب پلی روان دی.
ارشیف: :په کابل کې د یوه سینګارتون مخې ته وسله وال طالب پلی روان دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د سینګارخونو د بندېدو امر هغه څه دي چې د ګڼو نړیوالو رسنیو پام یې ور اړولی دی.

لاتين ټايمز:

لاتین ټایمز چې په اسپانوي او انګلیسي ژبو خپرونې کوي، په افغانستان کې یې پر ښځو د طالبانو د حکومت د همدې نوي محدودیت په اړه لیکنه کړې ده.

دا ورځپاڼه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت د ویاند عاکف مهاجر له خولې وايي، د ښځو سینګارتونونو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی چې خپل کاروبارونه وتړي.

د فرانسې خبري اژانس د مهاجر له خولې د دې پرېکړې د سبب په اړه ویلي: "کله چې ټول سینګارتونونه وتړل شي، دوی به یې د تړل کېدو دلیل له رسنیو سره شریک کړي."

له هغې راوروسته چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشت کې طالبان په افغانستان کې بیا واکمن شول، پر افغان نجونو او ښځو یې پرلپسې د محدودیتونو لګول پیل کړل.

ښځې یې په دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منعه کړې، د نجونو پر مخ یې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې.

دغه راز له کوره بهر حمامونو، ورزش او پارکونو ته یې د ښځو پر تګ محدودیتونه ولګول او د محدودیتونو د یو شمېر نورو پرېکړو په لړۍ کې یې تازه په ښارونو کې د ښځو د سینګارتونونو د تړل کېدو پرېکړه هم وکړه.

د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د څارنې ادارو د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.

ویل شوي، له دې پرېکړه سره به لسګونه زره هغه ښځې چې په دې سینګارتونونو کې یې کار کاوه او د کورنۍ ډوډۍ ګټونکې وې بې روزګاره شي.

فوربس:

له امریکا خپرېدونکې فوربس مجلې هم په افغانستان کې پر ښځو د یو بل لګېدلي محدودیت په اړه لیکنه کړې کړې.

دا خپرونه لیکي، د طالبانو د بیا واکمنۍ سره په افغانستان کې د ښځو د کرکټ تازه پیل شوې لوبې هم ودرېدې.

د مجلې په وینا، د افغانستان د ښځو د کرکټ د نوي جوړېدونکي لوبډلې ډېرې غړې له هېواد ووتلې او د ښځو کرکټ منع شو.

د فوربس مجله زیاتوي، د کرکټ نړیوالې شورا د دې شورا د یو پخواني مدیر عمران خواجه په مشرۍ د ۲۰۲۱م کال په پای کې یوه کاري ډله جوړه کړه چې دنده یې په افغانستان د کرکټ د د لوبو ارزونه وه.

عمران خواجه څو ځلې د افغانستان د کرکټ بورډ له مشرانو او طالب چارواکو سره لیدنې وکړې او د سرچینو په وینا، دا لرې ښکاري چې دا ډله دې د کرکټ د نړیوالې شورا په راتلونکو غونډو کې چې د جنوبي افریقا په ډوربان ښار کې جوړېږي په افغانستان کې د ښځو د کرکټ د وضیعت په اړه کوم نوي معلومات وړاندې کړي.

خو د فوربس په وینا، د افغانستان کرکټ به تحریم نه شي، ځکه لیکوال وايي، دا ډېره لرې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې دې د ښځو د کرکټ سپورټ بیا پیل شي.

XS
SM
MD
LG