د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

يوريشيا ريوو: د شانګهای غړي هېوادونه په افغانستان کې ټولشموله حکومت غواړي


 د شانگهای سازمان د یوې سرمشریزې تصویر- دغه سازمان بیا د ټولشموله افغان حکومت غوښتنه کړې.
د شانگهای سازمان د یوې سرمشریزې تصویر- دغه سازمان بیا د ټولشموله افغان حکومت غوښتنه کړې.

یوریشیا ریوو:

د امریکا یوریشیا ریوو خپرونې د سیمې په سیاستونو کې د هند د رول پر پراختیا لیکنه خپره کړې او په پیل کې یې د جولای میاشتې پر څلورمه د شانګهای د همکارۍ سازمان هغې غونډې ته اشاره کړې، چې د هند په کوربه توب په انلاین بڼه ترسره شوه او په هغې کې د افغانستان پر موضوع هم بحث وشو.

د لیکنې له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې د پای په اعلامیه کې سیمه ییزو چلنجونو او فرصتونو ته هم عمومي کتنه شوې ده او ویل شوي د افغانستان امن او ثبات تر ټولو مهمه مسئله ده.

یوریشیا ریوو د دغه سازمان د اعلامیې له قوله لیکي چې د شانګهای غړي هېوادونه په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي چې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي په کې برخه ولري.

لیکوال وايي، دا کوم نوی درخواست نه‌دی او یوازې د روسیې، چین یا د سیمې د نورو هېوادونو په ګټه هم نه‌دی.

د لیکنې له مخې، کله چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د جون میاشتې له ۲۱مې تر ۲۴مې د امریکا متحدو ایالتونو ته سفر وکړ، د هغه او د امریکا د ولسمشر جو بایډن په ګډه اعلامیه کې هم په افغانستان کې د یوه ټولګډونه پراخ سیاسي جوړښت پر تشکیل ټینګار شوی و.

طالبانو په وار وار ټینګار کړی، چې حکومت یې ټولګډونه دی او ټولې قومي، سیاسي او مذهبي ډلې په‌کې خپل حضور ویني.

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو له دې جملې ایران او تاجکستان هم په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

اکسپرس ټربیون:

د پاکستان اکسپرس ټربیون ورځپاڼې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف پر پرونیو هغو څرګندونو لیکنه خپره کړې چې د نورو مسایلو تر څنګ یې له افغان طالبانو د دوحې موافقې د رعایت غوښتنه کړې ده.

خواجه اصف په خپل ټویټر کې ویلي، چې افغانستان د خپل ګاونډیتوب او ورورولۍ حق نه پر ځای کوي او د دوحې موافقې ته ژمن نه دی.

د پاکستان دفاع وزیر ادعا کړې، هغه تروريستان چې د پاکستانیانو وینې تویوي، په افغانستان کې دننه پناه اخلي خو دا وضعیت به دوام نه کوي.

تر دې مخکې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر په هغه ورځ کوټې ته سفر وکړ، چې تازه په کې د پاکستان د پوځ پر یوه چاوڼۍ وسله‌وال برید شوی و.

اکسپرس ټربیون لیکي، په ږوب او سیوۍ ولسوالیو کې د وسله‌والو په هغه حمله کې لږ تر لږه ۱۲ پوځیان ووژل شول، تر هغې حملې یوه ورځ وروسته د جمعې په ورځ د پاکستان لوی درستیز هلته سفر وکړ.

د پاکستان لوی درستیز په خپله اعلامیه کې طالبانو ته په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې یا 'ټي‌ټي پي' د حضور په باب خبرداری ورکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستاني چارواکو د هغو څرګندونو په ځواب کې چې له طالبانو یې د دوحې موافقې د رعایت غوښتنه کړې وه، پرون شنبه ویلي، د دوحې تړون دوی له امریکا سره کړی او له پاکستان سره د ورور هېواد په څېر تعامل کوي.

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ میاشتې په لاسلیک کړي تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

خو د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې د جون په لومړیو کې په خپل راپور کې و یلي وو چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره پیاوړې اړیکې لري او د دغه کمېټې په خبره د دې تر څنګ ځینې نورې تروریستي ډلې هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.

XS
SM
MD
LG