د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۱

حقپال: پر بهرنیو ادارو فشار عام افغانان زیانمنوي


ارشیف: د کندهار روغتون یوه څنډه. دغه روغتون د سره صلیب له لوري تمویلېږي.
ارشیف: د کندهار روغتون یوه څنډه. دغه روغتون د سره صلیب له لوري تمویلېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته یې په سختو شرایطو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.

خو اوس یې د هغه څه له کبله چې دې کمېټې اقتصادي ستونزې بللي، د افغانستان له څه باندې ۲۵ روغتونونو سره خپلې مرستې محدودې کړې دي.

سور صلیب وايي، اوس یې هم په ځینو برخو، له دې جملې د زندانونو د توانمندۍ، اوبو رسولو، اقتصادي بسیاینې او نورو برخو کې مرستې روانې دي.

تر دې مخکې ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، دغې کمېټې وروسته له هغې خپلې مرستې محدودې کړي، چې د طالبانو حکومت له خپله اړخه د دغو مرستو د تنظیم او رهبرۍ غوښتنه کړې وه.

زموږ همکار، د چارو له شنونکې نظیفې حقپال نه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، ایا طالبان کولی شي د بهرنیو ادارو له مرستې پرته د افغانستان روغتونونه فعال وساتي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG