د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

ایران: د افغان کډوالو د څار کمېسیون جوړوو؛ کډوال: بد چلند راسره کوي


په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي مهدي سعادتي په دغه هېواد کې د افغانانو د څارنې او تنظیم د کمېسیون د طرحې د جوړېدو خبر ورکړ.

نوموړي دا خبره، د ایران له الناي خبري اژانس سره په مرکه کې کړې ده.

مهدي سعادتي ویلي، په افغانستان کې د څو تېرو حکومتونو بې‌ثباتي، په سیمه کې د امریکا حضور، د افغانستان د پخواني جمهوریت ړنګېدل او د طالبانو واکمني ټول هغه عوامل دي دي چې له امله يې یو شمېر افغانان ايران ته کډوال شوي دي.

ښاغلي سعادتي زیاته کړه چې، دوی په دې برخه کې حساس دي او د ایران د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمېسیون د افغان کډوالو د څارنې او تنظیم د کمېسیون پر طرحه کار کوي.

نوموړي دا هم ویلي دي، که څه هم دوی له افغانانو کومه ځانګړې امنیتي اندېښنه نه‌لري، خو د ده په وینا دښمن له هر فرصته ګټه پورته کوي.

نوموړي د طالبانو او ایراني پوځیانو ترمنځ د سرحدي شخړو مسئلې ته هم اشاره وکړه.

په تهران کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو حکومت ته سپارل شوی
په تهران کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو حکومت ته سپارل شوی

په داسې حال کې ، چې ایران په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی، د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمېسیون غړي یې مهدي سعادتي ویلي، دوی تر اوسه د افغانستان اوسنی حکومت د بېلابېلو دلایلو له مخې په رسميت نه‌دی پېژندلی او که په دې برخه کې کومې پايلې ته ورسېدل، دوی به يې په ډاګه کړي.

خو په ایران کې یو شمېر افغانان د کډوالۍ پر وړاندې د دغه هېواد له ناوړه شرایطو شکایت کوي.

فاطمه فاطر چې له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې په ایران کې ده، وايي چې تر اوسه یې دنده نه‌ده موندلې او د ویزې موده یې پای ته رسېدلې، خو د ایران حکومت یې د تمديد موده نه غځوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:"کار په اسانۍ نه ورکول کېږي، که کار هم ورکړل شي په ډېرو کمو حقوقو، زه د ویزې ستونزه لرم، دوی ټینګار کوي چې تاسو افغانستان ته لاړ شئ، دخولي او خروجي ولګوئ، بیا ایران ته راشئ موږ به تاسو ته ويزه درکړو. د اوس لپاره، اوس زه د نجونو په يوه ليليه کې ژوند کوم، په دې ډول شپې او ورځې تېروم."

عزيز ګل هم ايران کې د افغان کډوالو له ډلې دی چې له ورته ستونزو شکايت کوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:"هغه ښځې چې له افغانستانه راغلي، د دوی ویزې دویم یا درېیم ځل نه غځول کېږي، دوی باید افغانستان ته ولاړې شي او بېرته راشي، خو طالبان په پوله کې له محرم پرته ښځو ته اجازه نه ورکوي، د افغانانو لپاره کارونو سخت دي، دوی بايد د لږو پيسو په بدل کې ډېر کار وکړي، بیې ډېرې لوړې دي، کډوال مجبور دي، د لږو پيسو په مقابل کې ډېر او سخت کارونه وکړي."

ایران مېشتي افغان کډوال د کوربه هېواد د پولیسو او ادارو له چلنده ناخوښ دي
ایران مېشتي افغان کډوال د کوربه هېواد د پولیسو او ادارو له چلنده ناخوښ دي

دا په داسې حال کې ده چې، د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې شاوخوا ۷۵۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

له دې مخکې له ایران څخه ایستل شویو کډوالو له ازادي راډیو سره په مرکه کې له دغه هېواده د ايستل کېدو پر مهال د ایراني پوځیانو له ناسم چلند شکایت کړی و.

ومو غوښتل چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د طالبانو د حکومت کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت د ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني له لوري مو ځواب ترلاسه نه‌کړ.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت له افغانانو غوښتي وو، چې په خپل هېواد کې پاتې شي او هغو کسانو ته چې کډوال دي افغانستان ته د ستنېدو بلنه يې ورکړې وه.

افغانستان چې اوس مهال په‌کې له ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، ترڅنګ يې د طالبانو پرله‌پسې محدودیتونو د دې هېواد د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ وروسته سلګونه افغانان د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او امنیتي ګواښونو له امله د ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته په قانوني او غیر قانوني توګه کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG