د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

انډیپنډنټ: داعش په افغانستان او پاکستان دواړو کې د چین هدفونه په نښه کوي


PAKISTAN-BLAST/
PAKISTAN-BLAST/

انډیپنډنټ:

برېتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې د پاکستان په باجوړ سیمه کې د یکشنبې د ورځې هغه برید ته پام اړولی، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند پریوې غونډې وشوه.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د دغه برید مسولیت واخیست.

مخکې له دې چې داعش د دې برید مسولیت واخلي، انډیپنډنټ ورخپاڼې د پاکستان د پولیسو په حواله لیکلي چې ویلي وو: لومړنۍ څیړنې ښیي چې دا کار به داعش کړی وي.

هغه ډله چې د ورځپاڼې په وینا، د افغان طالبانو یوه رقیبه ډله ګڼل کیږي.

په دې لیکنه کې وړاندې لولو،چې دا برید پرهغه ګوند شوی چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د اییتلاف یو مهم غړی بلل کیږي.

د انډیپنډنټ په لیکنه، دا برید داسې مهال شوی چې څو ساعته مخکې د چین د بهرنیو چارو مرستیال هي لي فینګ اسلام آباد ته رسیدلی و.

ویل شوي، نوموړی پاکستان ته د دې لپاره تللی چې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز د رامنځ ته کیدو لسمه کلیزه ولمانځي.

چین د دې پروژې په ترڅ کې په پاکستان کې د ملیارډونو ډالرو پانګونه کړې ده.

داعش ډلې په افغانستان کې هم د چین هدفونه په نښه کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو دواړو دغه برید غندلی دی.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې د القاعده شبکې د پخواني مشرایمن الظواهري د وژل کیدو پر لومړۍ کلیزې تمرکز کړی دی.

لیکوال پوښتنه کوي چې پرالقاعده شبکې څه وشول چې په تیریوه کال کې د رسنیو له سرلیکونو لویدلې ده.

په دوام کې لولو، چې ظواهري د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱ په کابل کې په یوه میلمستون کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

خو فارن پالیسي په دوام کې دا خبره هم کړې چې یوکال وروسته، د القاعده شبکې تراوسه د ظواهري ځای ناستی ندی اعلان کړی.

فارن پالیسي ویلي چې دغه چاره د دې ښکارندوي کوي چې د دې نړیوالې جهادي شبکې لپاره کار او د رهبرۍ ادعا یې سخته شوې ده.

د خپرونې په لیکنه په حقیقت کې القاعده په وروستیو کلونو کې پرله پسې ځپل شوې چې د لیکوال په باور، په نتیجه کې یې د امریکا د متحدو ایالتونو او د متحدینو لپاره خطرکم کړی دی.

XS
SM
MD
LG