د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د افغانستان - قزاقستان سوداګري؛ ژومانګارین : تر ۳ میلیارده ډالرو یې رسولی شوو


د قزاقستان پلازمېنه استانه- ارشیف
د قزاقستان پلازمېنه استانه- ارشیف

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د څه باندې یو سل او نوي میلیونه ډالرو په ارزښت د تړونونو تر لاسلیکیدو وروسته، په پلازمېنه استانه کې د افغانستان د محصولاتو نندارتون د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شو چې نن به پای ته ورسیږي.

په دې نندارتون کې چې په اویا غرفو کې نندارې ته وړاندې شوی، وچې میوې، تازه میوې، زعفران، ګرانبیه کاڼي، غالۍ، لاسي صنایع، جوس او حتی د سبزیجاتو بیلابیل ډوله کیښودل شوې دي.

د دې نندارتون یوې ګډونوالې فیروزې اکبري ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې بازارونه ساړه شوې دي او داسې نندارتونه ښایي د تجارت د ودې سبب شي.

نوموړې وویل: " له کله چې حکومت بدل شوی دی، بازارونه خراب شوې دي، خلک بیکاره شوې دي. هغسې بازار نه شته لکه پخوا چې و. دا کار ښه شوی چې تاجرو میرمنو ته یې د کار اجازه ورکړې ده او دوی کولی شي چې له خپل محرم سره سفر وکړي او نندارتونونو ته ولاړې شي لکه موږ چې قزاقستان ته له خپل محرم سره راغلي یوو. طالبان هم هڅه کوي او موږ هم هڅه کوو چې بازارونه ښه شي."

د نندارتون په یوه څنډه کې افغاني لاسي صنایع
د نندارتون په یوه څنډه کې افغاني لاسي صنایع

په استانه کې دا نندارتون د هغې غونډې ترڅنګ جوړ شو، چې د افغانستان او قزاقستان شاوخوا درې سوه سوداګرو د اګسټ په درېیمه پکې برخه واخیسته.

په دې غونډه کې د قزاقستان او طالبانو یو شمېر چارواکو هم ګډون وکړ.

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین دې غونډې ته وویل چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ تر درې میلیارډه ډالرو پورې سوداګري رسیدلی شي. ښاغلي ژومانګارین زیاته کړه چې افغانستان دوی ته ډیر اهمیت لري، د دغهَ هېواد لاره په پاکستان او هند سپره ده.

د قزاقي سرچینو په وینا، د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ تجارت څه باندې درې سوه شپاړس میلیونه ډالرو ته رسیدلي دی.

افغان تاجران په دې نظر دي چې د سوداګرۍ په برخه کې نړیوالو بندیزونو د دوی کارونه له خنډ سره مخامخ کړې دي. د امریکا د متحد ایالتونو په شمول اروپایي ټولنې او یوشمیر نړیوالو موسسو د افغانستان بانک زیرمه کنګل کړې ده او افغان تاجران نه شي کولی چې له بهره افغانستان ته او له افغانستانه بهرنیو بانکونو ته په اسانه پیسې انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG