د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د طالبانو دوه کلنه واکمني؛ د رسنیو او خبریالانو وضعیت ورسره څنګه و؟


طالبانو پر ښځینه ویاندویانو ماسک اغوستل جبري کړل. د دوی نارینه همکارانو هم د اعتراض په ډول ماسکونه اغوستي وو. ارشیف
طالبانو پر ښځینه ویاندویانو ماسک اغوستل جبري کړل. د دوی نارینه همکارانو هم د اعتراض په ډول ماسکونه اغوستي وو. ارشیف

"زما د شپاړس کلنې کاري دورې تر ټولو ترخه تجربه د امارت په وخت کې وه. کله چې طالبان راغلل نو موږ اریانا نیوز کې یو خبري بولټن درلوده، د سهار له لسو څخه تر دولس نیمو بجو. دوه نیم ساعته خبرونه......"

دا د اریانا نیوز د ټلویزیوني پروګرامونو د پخوانۍ کوربنې نسرین شېرزاد خبرې دي. هغه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم د یوڅو ورځو لپاره خپل کار ته دوام ورکړ، خو په یوه نوي نابلده چاپیریال کې له لس ورځني کار وروسته له هېواده وتو ته اړه شوه.

مېرمن شېرزاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې ولې یې وطن پرېښود.

هغه وایي: "د مېز شاته ناسته وم او خبرونه مې لوستل، سټوډیو ته راننوت او راته ویې ویل ستا تندی باید ښکاره نه شي. طالبان وايي ستا تندی ښکاري او باید ښکاره نه شي. ټیکری دې باید راکښته کړې او ویښتان څه چې تندی، غوږونه او غاړه دې هم باید پټ وي. دې سانسور او دې حالت موږ اړ کړو چې کار پرېږدو او له خپل وطن څخه مهاجر شو."

د طالبانو د محدودیتونو اغېزې پر افغان خبریالانو

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د ټلویزیونونو ښځینه کوربنو ته لارښوونه وکړه چې خپل مخونه پټ کړي.

د طالبانو واکمني او د افغانستان پر تلویزونونو د ښځینه ویاندویانو بڼه
د طالبانو واکمني او د افغانستان پر تلویزونونو د ښځینه ویاندویانو بڼه

دې اقدام هېواد کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه وپارول.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار هغه مهال پر خپل ټویټر ولیکل، چې د طالبانو دا قوانین ښځو ته سپکاوی دی او حقونه یې زیانمنوي.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې چې طالبان واک ته ورسېدل، زرګونه خبریالان وزګار او سلګونه نور له افغاستانه وتلو ته اړ شول.

د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې خپلې نیمايي رسنۍ له لاسه ورکړې دي.

د دې ټولنې مشر ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال له شلو په زیاتو ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله کار نه کوي .

له دې مخکې د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي وو، چې په ۱۱ ولایتونو، هلمند، بادغیس، دایکندي، غزني، میدان وردګو، نیمروز، نورستان، پکتیکا، پکتیا، سمنګان او زابل کې هېڅ ښځینه خبریاله نه شته.

په افغانستان کې د جنوبي اسیا د خپلواکو رسنیو د ټولنې مشر ضیا بومیا وايي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د رسنیو فعالیت او خلکو ته د معلوماتو د رسولو چارې سختې زیانمنې شوي.

په کندوز کې د یوې رسنۍ دفتر، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې وضعیت
په کندوز کې د یوې رسنۍ دفتر، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې وضعیت

ښاغلي بومیا ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو د واکمنۍ موده کې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، شاوخوا ۶۵ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي. یوشمېر له هېواده بهر په وتلو بریالي شوي او ډېره برخه یې اوس هم د افغانستان په ښارونو او بازارونو کې په غیر حرفوي یا غیر ژورنالیستیکو کارونو بوخت دي. د ښځینه خبریالانو ستونزې تردې هم زیاتې دي. تقریبا ۹۵ سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي."

د افغانستان د خبریالانو د خپلواکې ټولنې شمېرې ښيي، چې د شاوخوا ۲۸۰۰ ښځینه خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له ډلې لږترلږه ۲۳۰۰ خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د دې ټولنې مشر حجت الله مجددي همداراز وايي، چې د ټلویزیونونو او راډیوګانو په ګډون له ټولو ۵۶۰ رسنیو څخه د لږترلږه ۲۲۵ فعالیت بند شوی او ورسره له اتو زرو زیات خبریالان په کور کېناستل.

د طالبانو ژمنې او د خبریالانو غبرګون

ازادي راډیو هڅه وکړه چې پر دې موضوع د طالبانو نظر هم واخلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر جوړېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو ښاغلي مجاهد د طالبانو د واکمنېدو په دوهمه ورځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۷ مه په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې وویل چې د دوی حکومت د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبري غونډې پر مهال
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبري غونډې پر مهال

نوموړي ویلي وو: "غواړو یوځل بیا په پای کې ټولو رسنیو ته اطمینان او ډاډ ورکړو چې له رسنیو سره زموږ تعامل به د اصولو په چوکاټ کې وي. د رسنیزو اصولو په مبنا به ولاړ وي. غواړو ټولې خصوصي رسنۍ آزادې واوسي، خپلواکې واوسېږي او خپلو بې پرې نشراتو ته دوام ورکړي."

خو یوشمېر افغان خبریالان وايي، د طالبانو دا ډاډېینه یوازې په خبرو کې وه او په عمل کې طالبانو د رسنیو د فعالیت مخنیوی کړی دی.

’’وايي چې زموږ ستونزو ته انعکاس مه ورکوئ’’

په هرات کې یوه ښځینه خبریاله، چې د طالبانو له وېرې غواړي نوم یې پټ پاتې شي، وايي په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان په ډېرو سختو شرایطو کې کار کوي.

په غزني کې یو سیمه ایز خبریال چې دی هم له وېرې غواړي نوم یې په راپور کې یاد نه شي، همدا نظر لري.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې بالخصوص په غزني ولایت کې خبریالان ازاد نه دي. ډېر قید دي. (د طالبانو) حکومت ډېر وخت هڅه کوي دوی تر تهدید لاندې ونیسي، وايي تاسو باید داسې څه نشر نه کړئ چې په هغه زموږ دښمنان یعنې امریکایان او نور... خبر نه شي او زړونه یې راباندې خوښ نه شي. تاسو باید ټول وخت د حکومت ښېګڼې ووایئ."

د خبریالانو نیونې

په تېرو دوو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لسګونه خبریالان نیول شوي دي.

یو شمېر دې خبریالانو، له هغې ډلې د اریانا نیوز ټلویزیون د سیاسي پروګرامونو چلوونکي وارث حسرت ویلي، چې طالبانو د توقیف پرمهال وهلي- ټکولي دي.

ښاغلی حسرت او همکار یې اسلم حجاب تېر کال د جنورۍ په ۳۱مه په خپل دفتر کې وو، چې د طالبانو د استخباراتو کسان ورپسې ورغلل او له تقریبا څلور شپې بند وروسته پرته له دې چې جرم یې معلوم شي له بنده خوشې شول.

د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې دغو افغان خبریالانو طالبان ورسره په داسې چلند تورن کړل
د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې دغو افغان خبریالانو طالبان ورسره په داسې چلند تورن کړل

د خبریالانو د ملاتړ د بنسټونو په وینا، طالبانو خبریالان له ساعتونو نیولې تر ورځو او میاشتو پورې په توقیف کې ساتلي دي.

افغان وګړی مرتضی بهبودي چې د فرانسې تابعیت لري، له جنوري میاشتې راهیسې له طالبانو سره بندي دی.

د رسنیو په محتوا کې لاسوهنه

د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو د خپرونو محتوا هم بدله شوې ده.

طالبانو په رسنیو کې د موسیقۍ، سریالونو او تفریحي پروګرامونو پر خپرولو بندیز لګولی.

’’د افغانستان سترګې’’ په نوم په کابل کې د یوه سیمه ایز خبري اژانس مسوول عابد احساس وايي چې پر سریالونو او ذوقي خپرونو بندیز رسنیو ته درنه اقتصادي ضربه هم ورکړې ده.

نوموړی وایي: "د رسنیو ډېری پروګرامونه بند شول. سریالونه او ډرامۍ چې پر رسنیو او ټلویزیونونو کې خپرېدې، بندې شوې. د سټیج نندارې چې پر رسنیو خپرېدلې، بندې شوې. همداراز د موسیقۍ پروګرامونه بند شول. دا تر ډېره هغه برنامې وې چې رسنیو عواید ترې لرل، د کمپنیو او شرکتونو له خوا سپانسر کېدلې، چې دا عواید رسنیو له لاسه ورکړل. "

ښاغلی احساس اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو یادونه کوي او وايي، حکومتي ادارې خبریالانو ته په وخت معلومات نه ورکوي نو ځکه د تحقیقاتي راپورونو جوړول اوس تر پخوا ډېر وخت غواړي.

د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال په یوه تلویزوني خپرونه کې پر طالبانو له نیوکو وروسته بندي او له خوشې کیدو وروسته هېواد پرېښودو ته اړ شو
د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال په یوه تلویزوني خپرونه کې پر طالبانو له نیوکو وروسته بندي او له خوشې کیدو وروسته هېواد پرېښودو ته اړ شو

د احساس په وینا، په رسنیو کې انتقادي خپرونې هم محدودې شوې دي.

پر رسنیو د طالبانو له ځپونکو اقداماتو څخه د آزادۍ راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو په څېر نړیوالې رسنۍ هم خوندي پاتې نه شوې.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې پر اف ام څپو د دې دوو راډیوګانو خپرونې بندې کړې.

خو ازادي راډیو خپلې خپرونې د لنډو او منځنیو څپو په پیاوړي کولو سره له ۱۲ ساعتونو څخه ۲۴ ساعتونو ته اوږدې کړې.

په کابل کې د ازادي راډیو سټډیو - ۲۰۰۹ میلادي کال
په کابل کې د ازادي راډیو سټډیو - ۲۰۰۹ میلادي کال

ازادي راډیو همداراز د فیسبوک، انستاګرام، ټویټر او یوټیوب په څېر د ټولنیزو شبکو له لارې هم خپلو اورېدونکو ته په خپلواک، متوازن او بې پرې ډول خپرونو ته دوام ورکوي.

آزادې رسنۍ ولې مهمې دي؟

د رسنیو ازادي او ازادې رسنۍ د هرې ټولنې د پرمختګ لپاره مهمې بلل کېږي.

ازاد خبریال حشمت وجداني وايي، د بیان او رسنیو آزادي د ټولنې د ناخوالو په انعکاس کې خورا مهم رول لري.

نوموړی وایي: "ازادې رسنۍ په یوه ټولنه کې د ملا د تیر رول لوبوي. هغو زورواکو چې په افغانستان کې یې ژوند کاوه، یولړ غیرانساني کارونه ترسره کړل چې عدالت ترپښو لاندې شوی و، یوازینۍ بېطرفه مرجع چې کولای شي د دې ناوخوالو په وړاندې د خلکو اواز اوچت کړي رسنۍ دي."

د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د بیان او رسنیو ازادي په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو له خورا لویو لاسته راوړنو څخه بلل کېده.

د دې دوو لسیزو په اوږدو کې سلګونه تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو خپل فعالیت پیل کړ او د نارینه وو ترڅنګ زرګونه مېرمنو ته په دې برخه کې د کار امکان برابر شو.

په افغانستان کې مېشت خبریالان د طالبانو له سختو قیوداتو شکایت لري - ارشیف
په افغانستان کې مېشت خبریالان د طالبانو له سختو قیوداتو شکایت لري - ارشیف

ډېری خبریالان او د خپرونو کوربانه وايي هغه ورځې یې پر زړونو اوري، چې په ازاد رسنیز چاپیریال کې به یې کار کاوه.

نسرین شېرزاد هیله منه ده چې هغه ورځې به بیا راشي.

نوموړې وایي: "موږ په ډېر شوق سره کار کاوه. دا چې سیاسي خپرونې څه ډول تنظیم کړو او کوم موضوعات ورته خوښ کړو. هغه شپې او ورځې مې ډېرې یادېږي. موږ له خپلو همکارانو سره ډېر ښه وخت تېر کړ خو افسوس چې دا وخت ولاړ. هیله منه یم چې بیا به هم دې ډګر ته ورستنه شم. ټینګ هوډ لرم. زما مسلک زما مینه ده او انشاالله بیرته به ورګرځم. "

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG