د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو بې‌ساري سرغړونې ثبت شوي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو د واکمنېدو دوه کاله داسې مهال پوره کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو بې‌ساري سرغړونې ثبت شوي دي.

د ایمنسټي انټرنېشنل د جنوبي آسیا سیمه ایزې څانګې نن پر خپل ټویټر لیکلي چې تر نننۍ ورځې پورې په ټوله نړۍ کې څه کم دوه لکه کسانو هغه آنلاین غوښتنلیک لاسلیک کړی چې له طالبانو غواړي د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو مدافع ډلو په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو او د ښځو له حقونو سرغړونې په پرله پسې ډول څارلې دي او په خپلو اعلامیو کې یې له طالبانو د ټولو خلکو حقونو ته د درناوي غوښتنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG