د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

اروپايي ټولنه: افغانستان له یوه بې مخینې بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی


په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

اروپايي ټولنې ویلي چې افغانستان له یوه بې مخینې بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی.

دې ټولنې د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنېدو په مناسبت په یوه ځانګړي راپور کې دا خبره کړې ده.

د راپور له مخې د افغانستان نږدې ۲۹ میلیونه خلک د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړمن دي.

اروپايي ټولنې همداراز په افغانستان کې ځینو نورو ناخوالو ته هم اشاره کړې چې له ډلې یې له عامه ژوند او کاره د ښځو بشپړ محرومیت هم دی.

XS
SM
MD
LG