د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

طالبان او د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه؛ د امان الله خان لخوا یې د نجونو د زده کړو پيل کړی بهیر درولی


یوه لویه برخه افغانانو په مخکې کلونو کې د خپلواکۍ کلیزه د هغه مهال پاچا امان الله خان ته له ځانګړي درناوي سره نمانځله - ارشیف
یوه لویه برخه افغانانو په مخکې کلونو کې د خپلواکۍ کلیزه د هغه مهال پاچا امان الله خان ته له ځانګړي درناوي سره نمانځله - ارشیف

نن د زمري اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، بهر میشتي افغانان په ځینو هیوادو کې دا ورځ لمانځي. په کابل کې د طالبانو حکومت د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

له ننه یوسل او څلور کاله مخکې چې کله افغانانو له انګریزانو بشپړه خپلواکي واخیسته د نجونو د زده کړو په ګډون یو لړ پرمختګونه رامنځته شول.

د دې لپاره هڅې وشوې، امان الله خان شپږ نوي کاله مخکې د فرانسې د سفر پرمهال په خپله وینا کې وویل:

" دا فرانسه ده چې د افغانستان د علم او عرفان لپاره پراخې هڅې کوي، دا فرانسه ده چې د لومړي ځل لپاره یې زموږ زامن د زده کړو لپاره په پاریس کې ومنل او دا فرانسه ده چې په نړۍ کې یې خپل علم او تمدن نورو ته معرفي کړی دی"

په دې سفر کې له ده سره د ملکې ثریا په ګډون یو دیرش تنه افغانان ملګري وو، چې د ۱۹۲۷ کال د نومبر میاشتې په پنځلسمه د کندهار له خوا د اروپا په لور د مځکې له لارې روان شول.

د امان اله خان په وخت د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شول او یوشمیر نجونې یې د زده کړو لپاره ترکیې ته واستولې.

امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي ترڅنګ په پرمختګ راوستونکي پاچا هم مهشور دی
امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي ترڅنګ په پرمختګ راوستونکي پاچا هم مهشور دی

د امان اله خان په وخت د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شول او یوشمیر نجونې یې د زده کړو لپاره ترکیې ته واستولې.

نن د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده له ننه یو سل او څلور کاله مخکې امان اله خان له بریتانیا څخه د افغانستان د بشپړ استقلال د اخیستو اعلان وکړ.

د امان اله خان د مهمو لاسته راړونو له ډلې څخه د نجونو زده کړې او له بهرنیو هیواد سره دیپلوماتیک اړیکي دي، چې نن سبا افغانان ترې بې برخې شوې دي.

امان الله خان په نولس سوه اوه ویشتم کال کې د اروپا د سفر پرمهال په لندن، پاریس، روم او برلین کې د افغانستان د سفارتونو لپاره ودانۍ په پیسو واخیستې او هلته یې بیا د افغانستان سفارتونه پرانیستل.

په ایټالیا کې د پخواني افغان پاچا امان الله خان په نوم یو نومول شوی کور
په ایټالیا کې د پخواني افغان پاچا امان الله خان په نوم یو نومول شوی کور

له زده کړو سره د مینې په خاطر یې د بریتانیا مهم پوهنتون اکسفورډ ته سفر وکړ او دې پوهنتون ده ته افتخاري دوکتورا ورکړه.

د سولې په کلونو کې به په افغانستان کې د زمري اته ویشتمه د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د جشنونو په ترڅ کې لمانځل کیده. طالبانو د دې ورځې په مناسبت نن رخصتي اعلان کړې ده، د دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې په ټول افغانستان کې د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو په مناسبت عمومي رخصتي ده.

د امریکا د متحد ایالتونو په یوشمیر ایالتونو او د اروپا په یوشمیر هیوادو کې بهرمیشتو افغانانو د خپلواکۍ په مناسبت نن او ځینو د راتلونکې اونۍ په ترڅ کې غونډې په پام کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG