د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

افغانستان کې بشري مرستو لپاره چمتووالی؛ 'ډبلیو ایف پي' د ۱۱۰ میلیون ډالرو وړاندیز کړی


ارشیف: په خوراکي توکو بار د خوړو نړیوال سازمان د بشري مرستو موټرې
ارشیف: په خوراکي توکو بار د خوړو نړیوال سازمان د بشري مرستو موټرې

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، د لرو پرتو سیمو لپاره د خوراکي توکو د زېرمه کولو په خاطر ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په بېړنۍ توګه يو سل او لس ميليونه ډالرو مرستو ته اړتيا لري، څو په راتلونکي ژمي کې د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې له خلکو سره اړینې مرستې وکړي.

د یاد سازمان ویاند وحیدالله اماني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اټکل کېږي په دغو سیمو کې شاوخوا درې میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: "د ژمي تر رارسېدو مخکې او له دې وړاندې چې د ځينو لرو پرتو سیمو لارې د واورې په اورښت سره وتړل شي له درېیو میلیونو کسانو سره د خوراکي توکو د مرستې په هدف ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته عاجله اړتیا ده."

اماني دا هم وايي چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د جولای په میاشت کې توانېدلی چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې له پنځه نیم میلیونو خلکو سره، چې عام خلک او سېلاب ځپلي دي، مرستې ورسوي.

ارشیف: په ارزګان کې له اړمنو سره د خوړو نړیوال سازمان د مرستو له بهیره یو تصویر
ارشیف: په ارزګان کې له اړمنو سره د خوړو نړیوال سازمان د مرستو له بهیره یو تصویر

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام پرون په خپل ایکس پاڼه چې پخوا ټوېټر نومېده اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ۱۶ میلیونو افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر له ۲۹ میلیون او دوه لکو کسانو اوړي.

د 'ډبلیو ایف پي' ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته د خپلو خبرو په دوام وویل چې دوی په دې موده کې په افغانستان کې د 'ډبلیو ایف پي' د پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره د نړیوالې ټولنې لږ تر لږه یو میلیارد ډالرو مالي مرستو ته اړتیا لري.

ارشیف: په هرات کې د اړمنو مېرمو یوه لیکه
ارشیف: په هرات کې د اړمنو مېرمو یوه لیکه

په همدې اساس 'ډبلیو ایف پي' له نړیوالې ټولنې او خپلو نړیوالو شریکانو څخه غواړي چې دوی ته ژر تر ژره مالي سرچینې برابرې کړي ترڅو د ژمي له رارسېدو مخکې په ټول افغانستان کې اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر له هغه وروسته کم شو، چې د تېر کال په ډسمبر او بیا د روان کال په اپرېل میاشت کې د طالبانو سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون د ټولو نادولتي موسسو ښځینه کارکوونکو ته امر وکړ چې په کور کې پاتې شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون دغو سازمانونو ویلي چې د ښځینه کارکوونکو پرته به د دوی لپاره په افغانستان کې د اړو کسانو خدمت کول ګران کار وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG