د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

رسنۍ: طالبانو په بیا واکمنېدو سره انتقامي چلند کړی، خلک یې اختطاف او وژلي


ارشیف: د کابل پر یوه سړک وسله وال طالبان
ارشیف: د کابل پر یوه سړک وسله وال طالبان

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، دوه کاله وروسته تر دې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي، لا هم د ولسمشر بایډن حکومت له دې سره مقاومت کوي چې له طالبانو سره تماسونه ډېر شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې یو شمېر امریکایي چارواکي په دې اند دي چې له طالبانو سره دې تماسونه زیات شي او دا چارواکي په دې باور دي چې د ۱۹۹۰م میلادي کلونو په پرتله طالبان بدل شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، کله چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۳۰مه وروستی امریکایی سرتېری له افغانستانه ووت او دا هېواد طالبانو ته پاتې شو، نړۍ په افغانستان کې د بشري حقونو بد برخلیک ته چمتووالی نیوه.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د طالبانو په اړه دغه وړاندوینه همغسې راوخته لکه چې کېده.

ورځپاڼه د نړیوالو څارونکو په وینا لیکي، طالبانو چې له مخکېني حکومته چې لوېدیځ یې ملاتړ کاوه، واک یې ترلاسه کړ، انتقامي چلند یې کړی، خلک یې وژلي، شکنجه کړي او اختطاف کړي دي.

په مقاله کې وړاندې راغلي چې طالبانو نجونې او ښځې له زده کړو ګرځولې حتی سینګارتونونه یې وربند کړې دي.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي چې نن سبا افغانستان له ژور بشري بحران سره مخامخ شوی دی.

نیویارک ټایمز لیکي، طالبان به د بشري حقونو په برخه کې د خپل اوسني حکومت د په رسمیت پېژندلو یا د اقتصادي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د لوېدیځ غوښتنو ته څه ناڅه انعطاف ښکاره کړي.

ورځپاڼه بیا د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته اشاره کوي چې په‌کې ویل شوي چې دا نظر چې طالبان تر پخوا نرم شوي، سم نه دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې له همدې امله د ولسمشر بایدڼ د حکومت چارواکو ته د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل، د بندیزونو لرې کول او د افغانستان د میلیاردونو ډالرو پرېښودل، لرې ښکاري.

واشنګټن ټایمز:

بلې امریکایۍ ورځپاڼې، واشنګټن ټایمز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو لیکلي، د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د چهارشنبې په ورځ له یو شمېر پخوانیو چارواکو وغوښتل چې له تحقیقاتي کمېټې سره د سپټمبر تر اوومې خپلې لیکل شوې مرکې تنظیم کړي.

واشنګټن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د څېړنې په خاطر یوه تحقیقاتي کمېټه ګمارلې ده.

په هغو چارواکو کې چې مککال د هغو د مرکو غوښتنه کړې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راس ویلسن او د بهرنیو چارو د وزارت یو شمېر نور چارواکي شامل دي.

واشنګټن ټایمز لیکي چې مککال په یوه بیان کې ویلي چې دوی ته څرګنده شوې چې له دې چارواکو سره مهم اطلاعات شته چې څرنګه او ولې د بایډن ادارې له افغانستانه خپل پوځیان وایستل.

دی دا هم وایي چې طالبانو ته په شرمناکه ډول د واک د سپارلو په پای کې دیارلس امریکایي عسکر ووژل شول او تر پنځه څلوېښت ډېر ټپیان شول.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر دې وړاندیز به غور وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG