د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

ریچارډ بېنیټ: افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه ډېرې اندېښنې شته


په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه ډېرې اندېښنې شته.

هغه څه چې د طالبانو حکومت تل رد کړي او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي.

ریچارډ بېنیټ د جمعې په ورځ په خپله ایکس یا پخوانۍ ټویټر پاڼه لیکلي چې ترکیې ته یې د څلور ورځني سفر په ترڅ کې په دې هېواد کې د افغان نارینه او ښځینه کډوالو له بېلابېلو ډلو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو سازمان او د ترکيې له دولتي چارواکو سره یې هم لیدلي دي.

که څه هم بېنیټ د دغو ناستو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د ترکیې د سلیمان دیمیرل پوهنتون د علمي پلاوي غړې ډاکتر عالیه یلماز چې د اګست په ۲۹مه او ۳۰مه یې په دغو ناستو کې ګډون کړی و، وايي چې د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالانو په دې ناسته کې له بېنیټ څخه وغوښتل چې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مالي مرستې باید د حساب ورکونې په یوه میکانېزم سره تعقیب او په شفاف ډول ورکړل شي.

ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو له بهیره یو انځور

اغلې یلماز له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د ښاغلي ریچارډ بېنیټ اصلي پوښتنه دا وه چې څنګه طالبان له مخالفو ډلو سره د خبرو میز ته راوستلی شو او هغه د دې یادونه هم وکړه چې غواړي د دې مسایلو د څیړلو لپاره یو تخنیکي ټیم رامنځته کړي."

خو د پخواني نظام د ولسي جرګې غړې او یوه فعاله مېرمن فوزیه کوفي چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو سره یې د ترکیې په ناستو کې حضور درلود وايي چې دوی د افغانستان د خلکو او د ښځو ستونزې مطرح کړې.

خو اغلې کوفي ادعا کوي چې نړۍ اوس د افغانستان د پېښو پر وړاندې نور کوم سیاسي لید نه لري.

نوموړې زیاته کړه: "له بده مرغه نړۍ د افغانستان پېښو د پر وړاندې نور کوم سیاسي لید نه لري. د نړۍ د خبرو محور بشري مرستې وې او اوس د اقتصادي مرستو بحث روان دی. څو چې خپله مدني او سیاسي ټولنه او د افغانستان ښځې سره راټولې نه شي او د یوې سیاسې لارې پر نقشې موافقه ونه شي، دا چې نړۍ ته انتظار وکړو چې راشي او زمونږ مسئلې راته حل کړي، دا له حقیقته لرې خبره ده."

تر دې مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ، په دغه هېواد کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی و او طالبان یې په جنسیتي تبعیض تورن کړي وو او ویلي يې وو چې د طالبانو حکومت په بې‌ساري ډول د ښځو حقونه نقض کړي دي.

په دې وروستیو کې په جرمني کې د مېشتو افغان مدني فعالانو په یوه غونډه کې ښاغلي بېنیټ د افغانستان وضعیت ته رسېدنه یو نړیوال مسوولیت وباله.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د ریچارډ بېنیټ د وروستیو څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم وپوښتي، خو د ویاند مرستیال یې بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري حقونه تر بل هر وخته تامین دی او ښځو هم د اسلامي شريعت له مخې خپل حقونه تر لاسه کړي دي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري او تېر میلادي کال کې پوهنتون ته له تلو څخه هم منع شوې.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

همدا شان ښځې لا هم په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه لري او سینګارتونونه یې هم ور وتړل شول. د سفر، تفریح او سپورټ حق هم له دوی اخیستل شوی او له شرعي محرم پرته له لرې واټن سفر هم راګرځول شوې دي.

په دې دوو کلونو کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو د نیوکو ترڅنګ په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د یو شمېر نړیوالو بنسټونو له خوا ګڼ راپورونه خپاره شوي، خو طالبانو تل رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG