د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

اسټن: امریکا به د افغان پناه غوښتونکو د بیا مېشتولو برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي


ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام څخه یو انځور
ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام څخه یو انځور

بزنس سټنډرډ:

بزنس سټنډرډ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت، د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لویډاسټن پر څرګندونو لیکنه خپره کړې ده.

اسټن ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه به د افغان پناه غوښتونکو د بیا مېشتولو په برخه کې د خپلو مرستو او هڅو ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، د هغو افغان متحدانو ملاتړ ته ژمن دی چې د دوی تر څنګ یې په جګړه کې برخه اخیستې وه، خو اوس یې له خپل هېواد څخه دباندې خپل نوی ژوند پیل کړی دی.

اسټن زیاته کړې، په تېرو دوو کلونو کې دوی د هغو څه باندې یو لک او ۱۵زره افغانانو هرکلی کړی چې د امریکا متحدو ایالتونو ته داخل شوي دي.

لویډ اسټن په افغانستان کې د دوو لسیزو په ترڅ کې د امریکايي پوځیانو د قربانیو او خدماتو یادونه کړې او د دوی مننه یې کړې ده.

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر نیمايي پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو دوې اوونۍ وروسته یعنې د اګست پر ۳۱مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شو.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن په بیانیه کې راغلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په وروستیو ورځو کې څه باندې یو لک او ۲۴زره افغانان د تخلیې یا له افغانستانه د خلکو د ایستلو د بهیر په لړ کې له افغانستانه وایستل.

بزنس سټنډرډ د دې مطلب په یوه برخه کې وايي، طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته داسې پالیسۍ اجرا کړي چې د خلکو په ځانګړی ډول ښځو او نجونو اساسي حقونه یې شدیداً محدود کړي دي.

له غوښتنو سره سره طالبانو نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د تېر میلادي کال په وروستیو کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

طالبانو ښځې په غیردولتي کورنیو او بهرنیو ادارو کې له کاره منع کړي او عمومي پارکونو یا هم تفریح ځایونو ته یې د دوی تګ هم بند کړی دی.

په وروستي مورد کې یې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل چې ورسره په لسګونو زره سینګارکوونکې ښځې بې‌کاره شوې.

نېشنل:

نېشنل خپرونې په یوه لیکنه کې کښلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له دوهمې کالیزې سره هممهاله یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان له شل کلنې جګړې زده کړو ته دوام ورکوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی پات ریدر د پنجشنبې په ورځ وویل، دغه وزارت نه یوازې په افغانستان کې له خپلو تجربو بلکې له خپلو ټولو پوځي عملیاتو زده کړه کړې ده.

د دې لیکنې په یوه بله برخه کې راغلي، د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان په جګړه کې تر دوه تریلیون ډالرو ډېرې پیسې ولګولې او همداراز په دې جګړه کې تر ۲۴۰۰ زیات امریکایان وژل شوي دي.

د لیکنې په دوام کې راغلي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په لړ کې زرګونه افغانان چې له لوېدیځوالو سره یې کار کاوه، له دې ویرې چې طالبان به غچ ورڅخه واخلي له دې هېواده ووتل.

د امریکا د کانګرس د جمهوریپال ګوند غړیو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بې بندوبسته وتلو په خاطر د ولسمشر بایډن پر حکومت نیوکې کړي دي.

خو ولسمشر بایډن له افغانستانه د امریکا د وتلو د دوهمې کالیزې په مناسبت په وینا کې په دې اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG