د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

د تورخم دروازې بندېدل؛ الکوزی: د لارې تړل افغان سوداګرو ته ستر زیان اړوي


د تورخم دروازې ته غځېدلې لاره.
د تورخم دروازې ته غځېدلې لاره.

په تورخم کې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د تېرې ورځې له وسله‌والې نښتې وروسته که څه هم په دغه سرحدي ښارګوټي کې جګړه‌ییز وضعیت نورمال دی، خو لا هم تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په مخه تړلې ده.

د تورخم ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې دواړو لوریو ته زیات شمېر مسافر بند پاتې چې بل اړخ ته د اوښتو تمه لري.

د افغانستان اړخ ته د تورخم ښارګوټي یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "دروازه لا هم بنده ده، هیچاته له پولې د تېرېدو اجازه نه شته. لا معلومه نه ده چې څه به پېښېږي، خو تورخم ښارګوټی په مکمل ډول بند دی."

د تورخم له ها غاړې د سلیم خان په نوم یو دوکاندار ازادي راډيو ته ورته خبره وکړه.

هغه وویل: "ولسي خلکو ته ډېر مشکل دی. دواړو لوریو ته لسګونه د تازه میوې او ترکارۍ ګاډي ولاړ دي، ناروغان بند پاتي دي. خلک په وېره کې دي چې بیا جګړه پیل نه شي. اوس هم چې زه تاسو سره خبرې کوم ګېټ بند دی."

په تورخم کې یوې باخبرې سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې د پلازمېنې کابل له لوري د تورخم طالب مسوولانو ته ویل شوي چې په هېڅ صورت دې جګړه نه کوي بلکې دا مسئله دوی د خبرو له لارې حلوي.

د ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلي، خو ویاند یې د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا هم لا معلومه نه ده چې د هر ډول تګ راتګ په موخه به د تورخم دوازه کله پرانیستل شي.

تېره ورځ سهار په تورخم کې د طالبانو د حکومت د سرحدي ځواکونو له لوري د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې د بیا جوړېدو پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوه چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

که څه هم په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کمیسارۍ مسوولانو په دې نښته کې د یو طالب سرتېري او یو ولسي وګړي د وژل کېدو پخلی کړی، خو ځینو سیمه‌ییزو سرچینو ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې نښتې له امله د څلورو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

ویل کېږي چې د تورخم بلې غاړې ته یو پاکستانی سرتېری او یو ولسي وګړی هم د دغه نښتې له امله ټپیان شوي، خو په رسمي ډول په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

دغه شان د دې نښتې له امله چې دوه ساعته یې دوام وکړو دواړو لوریو ته په سوداګریزو توکو ولاړې لسګونه بار وړونکې موټرې له سیمې ویستل شوي.

له تورخم دروازې بلې غاړې ته د سوداګرو په توکو بار لسګونه موټرې.
له تورخم دروازې بلې غاړې ته د سوداګرو په توکو بار لسګونه موټرې.

د پاک - افغان سوداګرۍ خونه وايي، اوسمهال چې په افغانستان کې د تازه مېوې د حاصل وخت دی د تورخم لارې تړل افغان سوداګرو ته ستر اقتصادي زیان اړوي.

د دغه خونې مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "سوداګرو ته ستر زیان رسېږي، اوس وخت د انګورو دی هغه خرابېږي، په لسګونو موټرې چې په تازه مېوې بار وې، هغه مو جلال اباد ته راوګرځول. د دې ترڅنګ ټرانزیټي ګاډي مو لواړګي یا لنډي کوتل ته ستانه کړل. هر وخت چې دغسې پېښې رامنځته کېږي زیان یې سوداګرو ته رسېږي. که څه هم د تازه پېښې له امله سوداګرو ته د اوښتي اقتصادي زیان کچه نه معلومېږي، خو هغه مالونه چې مخکې رارسېدلي دي، په هغې ډیمریج راځي."

خان جان الکوزي
خان جان الکوزي

نوموړی غوښتنه کوي چې دواړه لوري دې د خبرو له لارې ژر ترژره د دروازې د خلاصېدو اقدام وکړي تر څو سوداګر له اقتصادي زیانه بچ شي.

دا په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ لومړۍ نښته نه ده، بلکې له دې وړاندې هم د بېلابېلو موضوعاتو په سر وسله‌والې نښتې رامنځته شوي چې له امله یې د څو ورځو لپاره دروازه تړل شوې او افغان سوداګرو او د دوی سوداګریزو توکو ته یې زیانونه اړولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG