د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د تورخم دروازې د بندېدو دوام؛ طالبان: د ستونزې حل لپاره خبرې روانې دي


ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه
ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه

نن د دریېمې ورځې لپاره هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړلې ده.

د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو په سر تر رامنځته شوې دوه ساعته نښتې وروسته نن د درېیمې ورځې لپاره لا هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړلې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي ادارې په یوه خبرتیا کې له مسافرو غوښتي تر کومه چې دروازه نه وي پرانیستل شوي نو تورخم ته دې له تګه ډډه وکړي.

د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي په لوړه کچه د رامنځته شوې ستونزې د حل په موخه خبرې اترې روانې دي.

ویل کېږي چې دواړو لوریو ته د دغه دورازې د بندېدو له امله سلګونه مسافر بند پاتي دي.

ارشیف: د تورخم دروازې ته څېرمه د مسافرو ګڼه ګوڼه
ارشیف: د تورخم دروازې ته څېرمه د مسافرو ګڼه ګوڼه

په دوی کې ناروغان، ښځې او ماشومان هم شته.

په پاکستان کې یو شمېر بند پاتې افغان مسافر چې اوسمهال په لنډي کوتل بازار کې د دروازې د خلاصېدو په موخه په تمه دي وايي، دغلته بند پاتې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ډېرو یې تېره شپه په یو سیمه‌ییز جومات کې تېره کړه.

دوی وايي، دوه جنازې هم شته چې کورنۍ یې غواړي وطن ته یې یوسي، خو افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

یو افغان مسافر عمران ازادي راډيو ته وویل: "لا هم وضعیت نورمال نه دی. موږ پرون له تورخم وویستل شو، لنډي کوتل ته راغلو، دلته مو بېګاه په جومات کې شپه وکړه، دلته نور ډېر افغانان هم شته، په دوی کې ناروغان دي، ښځې دي، ماشومان ان جنازې شته چې غواړي وطن ته واړول شي، خو د رامنځته شوي وضعیت له امله اجازه نه ورکول کېږي، نو خلک په ډېر سخت وضعیت کې دي."

وحیدالله بل افغان مسافر دی چې پاکستان ته یې یو ناروغ د تداوۍ په موخه وړی خو وايي، اوس په پېښور کې بند پاتې دی.

دی وايي، په دغه ښار کې یې خپل خپلوان هم نه شته او په هوټلونو کې د اوسېدو لپاره پیسې هم ورسره نه دي پاتې.

هغه زیاته کړه: "موږ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یوو. په هوټلونو کې د شپو د پاتې کېدو اقتصادي توان نه لرو. په جوماتونو کې شپې کوو، ګڼ نور افغانان هم له ورته ستونزو سره مخ دي. هیله لرو چې لاره ژر ترژره خلاصه شي تر څو موږ خپل وطن ته لاړ شو."

د مسافرو ترڅنګ دواړو لوریو ته سلګونه باروړونکې موټرې چې د افغانستان له لوري په تازه مېوې او د پاکستان له لوري په ټرانزیټي او سوداګریزو توکو بار دي هم ولاړې دي.
د مسافرو ترڅنګ دواړو لوریو ته سلګونه باروړونکې موټرې چې د افغانستان له لوري په تازه مېوې او د پاکستان له لوري په ټرانزیټي او سوداګریزو توکو بار دي هم ولاړې دي.

د مسافرو ترڅنګ دواړو لوریو ته سلګونه باروړونکې موټرې چې د افغانستان له لوري په تازه مېوې او د پاکستان له لوري په ټرانزیټي او سوداګریزو توکو بار دي هم ولاړې دي.

د پاک-افغان سوداګري خونې مسوولانو تېره شپه ازادي راډيو ته ویلي چې نن سبا چې په افغانستان کې د تازه مېوې د حاصل وخت دی د تورخم لارې تړل افغان سوداګرو ته ستر اقتصادي زیان اړوي.

د یادونې ده چې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ د چهارشنبې د ورځې په وسله‌واله نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کمېسارۍ مسوولانو په دې نښته کې د یو طالب سرتېري او یو ولسي وګړي د وژل کېدو پخلی کړی، خو ځینو سیمه‌ییزو سرچینو ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې نښتې له امله د څلورو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

ویل کېږي چې د تورخم بلې غاړې ته یو پاکستانی سرتېری او یو ولسي وګړی هم د دغه نښتې له امله ټپیان شوي، خو په رسمي ډول په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده چې دا د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ لومړۍ نښته نه ده بلکې تر دې مخکې په ځلي په تورخم او چمن د دوی تر منځ نښتې شوي چې دواړه لوریو پړه په یو بل اچولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG