د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

ننګرهار او کونړ کې سېلابونه؛ سلګونه جریبه ځمکه له منځه تللې او لسګونه کورونه ویجاړ شوي


د کونړ یوه نوې سېلاب ځپلې سیمه
د کونړ یوه نوې سېلاب ځپلې سیمه

د ننګرهار او کونړ ولایتونو په يو شمېر سيمو کې تېره شپه د راوتلو سېلابونو له امله د لومړنیو د معلوماتو له مخې له ۲۰۰ جریبه زیاته ځمکه ويجاړه او لسګونه کورونه اوبو وړي دي.

د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ اوسېدونکی رحمن وايي، تېره شپه دغلته سېلابونو لسګونه جريبه ځمکه له منځه وړې او بېلابېلو کليو کې يې کورونه ويجاړ کړي دي.

هغه وايي:

" تېره شپه سېلابونه راغلي وو، ځمکې يې هم وهلي دي، بعضې بعضې کورونه يې هم وړي دي، ځمکې يې ډېرې وړي دي، کوزه بېله کې سلګونه جريبونه ځمکې يې وړي دي، زيانونه خلکو ته ډېر اوښتي دي، موږ بېلۍ ورته وايو، ځمکه ده، هغې کې بندونه جوړ شوي دي، هغه يې ټول وړي دي، لکونه روپو تاوانونه هر کروندګر ته رسېدلي دي."

دا کروندګر وايي، اوس سيمه کې د جوارو کروندې او دغه شان د کچالوو فصلونه رسېدلي دي چې ټول سېلابونه يوړل.

دا هم د کونړ یوه سېلاب ځپلې سیمه ده
دا هم د کونړ یوه سېلاب ځپلې سیمه ده

بل خوا د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د صفدرې سيمې د کوچيانو د کلي اوسېدونکی شاه مقصود وايي، پرون مازيګر د سېلابونو له ويرې خلکو خپل نا رسېدلي کروندې لو کړې، چې د تېر په څېر سېلابونه يو نه‌سي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" زموږ په ځای کې داسې ويره خلک د سېلاب په اړه لري چې بيخي په غرونو باندې ورېځ راوګرځي، دوی په اندېښنه او تشويش کې وي. پرون دلته ورېځ وه، باد و بېګاه ماذيګر د چا چې فصلونه په ډاګه وو، خلکو خپل شنه فصلونه ورېبل، چې سېلاب یې يو نه‌سي. "

د ننګرهار څنګلوري ولايت کونړ کې سېلابونو بيا د کورونو ترڅنګ عمومي لارې ويجاړې کړي دي.

د دغه ولايت يو اوسېدونکي شيرولي ازادي راډيو ته وويل، مرکز اسعداباد ته نږدې څاګي سيمه کې سېلابونو کورونه او ځمکې له منځه وړي او ترڅنګ يې شيګل ولسوالۍ ته عمومي لاره یې هم تخريب کړې ده.

هغه وايي:

" د کونړ مرکز څخه اسمار او نورو ولسواليو ته غځېدلی سړک چې تقريباً اوه اته ولسوالۍ پر دغه لاره پرتې دي، پر دغه لار ډېر يو درانه سېلابونه راوتلي، چې د عمومي سړک اکثره برخې يې زيانمنې کړي دي او ګادي نه‌شي کولی چې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي. بل په سيمه کې ډېر داسې کورونه شته چې د دغو سېلابونو له وجې ويجاړ شوي دي. "

دا چې له تېرې شپې راهيسې ننګرهار، کونړ او يو شمېر نورو ولايتونو کې سېلابونو له امله څومره زيانونه خلکو ته اوښتي دي او ايا په دې کې انساني تلفات هم شته که نه، ومو غوښتل په دې اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت د مسؤلينو نظر ولرو، خو له بيا بيا اړيکو نيولو سره سره د ياد وزارت مسؤلينو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو د مطبوعاتي دفتر څخه په دوه جلا – جلا خپرو شويو خبرپاڼو کې ويل شوي دي، چې پرون يکشنبه د لعلپورې ولسوالۍ يو شمېر کليو کې د باران او راوتلو سېلابونو له امله شاوخوا ۲۰۰ کرنيزه ځمکه له منځه تللې او خلک د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.

دغه شان په دويمه اعلاميه کې ويل شوي چې، د حصارک ولسوالۍ ناصرخېلو کلي کې تېره ورځ ږلۍ او سېلابونو د خلکو کروندې ويجاړې کړي دي او يو شمېر څاروي هم مړه شوي دي.

سېلاب ځپلي د مرستو غوښتنه لري او وایي چې نورو سېلاب ځپلو غوندې باید هېر نه شي
سېلاب ځپلي د مرستو غوښتنه لري او وایي چې نورو سېلاب ځپلو غوندې باید هېر نه شي

په يادو دواړو اعلاميو کې د انساني تلفاتو په اړه او د ويجاړو کروندو او کورونو د دقيق شمېر په اړه څه نه‌دي ويل شوي.

د يادونې ده چې تېره شنبه د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د شنبې او يکشنبې په ورځو کې د افغانستان په کابل، کاپيسا، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی و.

اوس‌مهال يوازې په ننګرهار او کونړ کې د سېلابونو در راوتلو او خلکو ته یې د اوښتو زيانونو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

پرون پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت د بېړنيو حالاتو د عملياتي مرکز مشر خوشال زماني ازادي راډيو ته ویلي وو، چې دوی دغو يولسو ولايتونو کې د احتمالي خطرونو لپاره چمتوالی لري او د تېرو سیلایونو له زیانمنو سره هم د دوی له خوا مرستې شوې دي.

د تېرو سېلابونو زیانمنو شویو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې، چې دوی سره د هیچا له خوا هم لازمې مرستې نه دي شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG