د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

سور صلیب: پاکو اوبو ته نه لاسرسی د میلیونونو افغانانو ژوند ګواښي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د سره صليب نړيوالې کمېټې (آی سي آر سي ) په افغانستان کې پاکو اوبو ته د نه لاس رسي په اړه جدي اندېښنه ښودلې.

د (آی سي آر سي ) د افغانستان څانګې د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې پاکو اوبو ته نه د لاس رسي له امله د میلونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

دغې کمېټې لیکلي، خلک په ساعتونو ساعتونو قطارونو کې ولاړ وي ترڅو لږ تر لږه څښاک، پخلی او د حفظ الصحې لپاره پاکو اوبو ته لاس رسی ولري.

آی سي آر سي لیکلي چې اوږدې جګړې، د اقلیم د بدلون د اغیزو سره یوځای په هېواد کې د اوبو د کمښت بحران رامنځته کړی دی.

سره صیلب ویلي، دا تریخ حقیقت نه یوازې د خلکو لومړني اړتیاوې اغیزمنوي؛ بلکې روغتیا هم ګواښي.

د دغې ادارې په خبره د څښاک او حمام لپاره د پاکو اوبو کمښت کولی شي د سختو ناروغیو لامل شي .

کمېټې د اوبو د کمښت ننګونو ته د رسیدو لپاره د ټولنو سره په نږدې کار کولو ټینګار کړی.

د سره صلیب نړېواله کمېټه دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کوي، چې یوشمېر افغانې کورنۍ بیا د پاکو اوبو د نه لاس رسي له امله د سختو روغتیايي ستونزو نه شکایت کوي.

په وورستیو کې د یونیسف په ګډون ځینو نړیوالو موسسو د پاکو اوبو د برابرولو ځینې پروژې پیل کړي
په وورستیو کې د یونیسف په ګډون ځینو نړیوالو موسسو د پاکو اوبو د برابرولو ځینې پروژې پیل کړي

د هرات ولایت اوسیدونکې زینب وايي، د لور مېده یې مکروبي شوې او ډاکټرانو ورته ویلي چې له نا پاکو اوبو استفاده کوي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:

" پاکې اوبه نشته زموږ ټول سرو کار له ډاکټرانو سره دی، خپله لور مې تیره ورځ ډاکټر ته بوتله، ډاکټر راته وویل چې د لور مېده دې میکروبي شوې ده، دلیل هم راته وویل چې خپلې لور دې ناپاکې اوبه څښلي او مېده یې مکروبي شوی شوې ده، موږ سره باید په دې برخه کې مرسته وشي."

د بغلان ولایت اوسیدونکې ګل مینه بیا پاکو اوبو ته لاس رسی ډېیر سخت ګڼي.

نوموړې وايي، ورورنه یې په زیړو بوشکو کې پاکې اوبه له څه باندې یو کلیو متر لرې ځای نه راوړي.

ګل مینه وایي:

" د زیاتو اقتصادي ستونزو تر څنګ موږ پاکو اوبو ته هم لاس رسی نه لرو، زما ورورنه په زیړو بوشکو کې له ډیر لرې ځای نه چې څا باندې یو کلیومتر کیږي هر وروځ اوبه راوړي، په کور کې مو چې څا ده اوبه یې تورشې دي او ترې استفاده نشي کیدالی، ټول مریضان وي."

یو شمېر افغان ماشومان د پاکو اوبو په لټه - ارشیف
یو شمېر افغان ماشومان د پاکو اوبو په لټه - ارشیف

پوښتنه داده چې د ناپاکو اوبو د استعمال له امله کومې ناروغۍ رامنځته کیږي؟

د عمومي داخله ناروغیو متخصص الیاس غفورزی له ازادي راډيو ته وویل:

" ناپاکې اوبه که وڅښل شي بیلابیلې ناروغۍ رامنځته کوي لکه د مېدې تکلیف، استفراقات، اسهالات او امیب، ددې څنګ نور باکتریايي ناروغۍ لکه، انساني مورقه، حیواني مورقه د همدغه ناپاکو اوبو ته استعمال نه پیدا کیږي."

د سره صلیب نړېواله کمېټه په داسې حالې کې په دې اړه خپلې انديښنې شریکې کړي دي، چې له دې وړاندې د کډوالې نړیوال سازمان، IOM ویلي و چې ۷۹ سلنه افغانان کافي د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د تېرې زمري میاشتې په پیل کې ویلي وو، چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې د وچکالۍ له سختو شرایطو سره مخ دي او دا هېواد د اقلیم د بدلون له پلوه د نړۍ له لسو تر ټولو زیان ګالونکو هېوادونو څخه دی.

XS
SM
MD
LG