د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د کوېډ۱۹ د مثبتو پېښو زیاتوالی؛ د تېرې اګست میاشتې تر پایه کرونا نږدې ۷۹۶۲ افغانان مړه کړي


ارشیف: په افغانستان یو روغتیاپال د یوه کس د معاینې پر مهال
ارشیف: په افغانستان یو روغتیاپال د یوه کس د معاینې پر مهال

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې کرونا ناروغۍ یا کوېډ۱۹ د مثبتو پېښو شمېر له ۲۲۵ زرو څخه اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۲۵ زره او ۲۶۴ ته رسېدلی چې په دې کې نږدې ۷۹۶۲کسان مړه شوي دي.

دغه سازمان زیاتوي چې په افغانستان کې پر دغه ویروس د اخته کېدو کچه ۹۶،۳ سلنه او د مړینې کچه ۳.۵ سلنه وه.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې په ټولو ډلو کې د دغه ویروس اصلي او عام علایم لیدل شوي چې شدیدې تنفسي ستونزې او اسهال و.

په همدې حال کې په کابل کې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د کورنۍ غړي یې د دې ناروغۍ له درد سره لاس او ګرېوان دي.

د کابل ښار اوسېدونکي منصور ازادي راډيو ته وويل چې ورور يې څو ورځې وړاندې ناروغ و او کله یې چې یو رغتون ته یوړه نو ډاکترانو ته وویل چې دې په کرونا ناروغۍ اخته شوی.

هغه وویل: "ورور مې ډېر ناروغ دی، تبه لري، شدیده ځان دردي ورسره مل وي، ساه یې لنډېږي، ډاکتر ورته ویلي چې کرونا یې، زه د درملو لپاره پیسې نه لرم ان تر دې چې د اکسیجن د اخیستلو لپاره یې هم توان نه لرم."

د کابل يوه بله اوسېدونکې نجيبه هم وايي چې خور يې له څو ورځو راهيسې په کرونا ويروس اخته شوې ده.

هغه زیاتوي: "دوه یا درې ورځې کېږي چې خور مې ډېره تبه، ټوخی لري. ډاکترانو وویل چې دا د کرونا ویروس علایم دي. موږ د هغه لپاره درمل واخیستل او هغه اوس څه ښه ده."

ارشیف: په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو روغتونونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېری شوی دی.
ارشیف: په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو روغتونونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېری شوی دی.

ځینې ډاکتران بیا وايي، کرونا یو ډول ویروسي ناروغي ده چې نښې یې ځان درد، تنفسي ستونزې، زکام، تبه او د عضلاتو سخت درد دی.

دوی وړاندیز کوي چې د هغو کسانو سره د تماس څخه ډډه وکړئ چې په کوېډ۱۹ اخته دي.

یو له دغو ډاکترانو څخه عرب خان ازادي راډيو ته وویل: "د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید له هغو کسانو سره تماس ونه نیسو چې تنفسي ستونزې لري، د پوزې بهېدل او زکام لري، هرکله چې دا ناروغي پیدا شي، باید ماسک واغوندي او د خوړو لوښي جلا کړي، نور ګرم مایعات وکاروئ."

د ازادي راډیو خبریال د روغتیا د نړیوال سازمان راپور د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان سره شریک کړ، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د افغان-جاپان روغتون مسوولان زلمی رشتین او طارق اکبر هم په دغه روغتون کې د بستر شویو ناروغانو د شمېر او د کرونا ویروس د نویو پېښو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې، خو دوی د روان لمریز کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د زیاتوالي اعلان کړی و.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان د روان کال د ثور په میاشت کې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د تېرو میاشتو په پرتله په دې میاشت کې د دغه ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG