د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

مسکو فارمټ غونډه کې له طالبانو د ټول شموله حکومت جوړولو غوښتنه؛ متقي: پر دې غوښتنې مه کلکیږئ


تصویر له ارشیفه، د مسکو فارمټ یوه مخکینۍ غونډه
تصویر له ارشیفه، د مسکو فارمټ یوه مخکینۍ غونډه

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه دا وار د روسیې د تاتارستان په کازان ښار کې وشوه.

ګډونوالو یې غوښتنه درلوده، چې په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت رامنځته او له نړیوالې ترهګرۍ سره کلکه مبارزه وشي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې غونډه کې پرون (سپتمبر ۲۹) وویل چې طالبان نه دي توانېدلي په افغانستان کې د داعش په ګډون د تروریستي ډلو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.

کابلوف زیاته کړه، روسیه هڅه کوي چې په افغانستان کې په ملي کچه د پخلاینې زمینه برابره کړي او ټولې سیاسي ډلې په حکومت کې موجودې وي.

د مسکو فارمـټ په ناسته کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم حضور درلود.

نوموړي په خپلو خبرو کې د څه باندې لسو هېوادونو استازو ته وويل، چې په تېرو ۴۵ کلونو کې په افغانستان کې د بهر په سپارښتنه ټول شمولو حکومتونه ناکامه شوي نو ځکه دی له نورو هېوادونو غواړي چې د داسې حکومت پر جوړېدو ټينګار ونه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي

متقي وویل:

"(د پخواني رژیم) د پاشلتیا اساسي لامل یې د بهرنیو فرمایشونو د منلو په نتیجه کې د ولس په وړاندې د مشروعیت بحران رامنځته کېدل او په مقابل کې یې د ولس راپارېدل وو"

د مسکو فارمټ په غونډه کې پر طالبانو سربېره د روسیې، چین، پاکستان، هند، ایران، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان استازو هم ګډون کړی و.

دغه راز متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر او ترکیې هم د روسیې په کازان کې جوړې شوې غونډې ته د څارونکو په توګه خپل استازي استولي دي.

په تېرو دوو کلونو کې هېڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د افغانستان اوسنیو واکمنانو د یوه جامع حکومت د جوړېدو او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د حق د رعایت په اړه د نړۍ غوښتنې نه دي منلي.

یوازې د طالبانو حکومت او چارواکو تل ویلي چې له ترهګرۍ سره مبارزې ته به دوام ورکړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

په دې وروستیو کې په تاجکستان او ازبکستان کې د داعش له خوا د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې پاکستان ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان اصلي پټنځای په افغانستان کې دی او له هغه ځایه بریدونه پلان او ترسره کیږي، خو طالبانو تل دا ادعا رد کړې ده.

د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان په اړه جوړ شو. د دې فارمټ په وروستۍ غونډه کې چې د تېر کال په نومبر میاشت کې شوې وه، د طالبانو استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

په پرونۍ غونډه کې د امریکا استازی نه وو وربلل شوی.

د نورو افغان سیاستوالو د ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG