د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

د ژولیا پارسي او ندا پرواني د زر خوشې کیدو غوښتنه؛ رینا امیري: طالبان د خلکو د ژوند ښه کیدو ادعا نه شي کولای


 په افغانستان کې د بشري، ښځو او نجونو حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
 په افغانستان کې د بشري، ښځو او نجونو حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

په افغانستان کې د بشري، ښځو او نجونو حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، په داسې حال کې چې په خبره یې د افغانستان نیمايي نفوس د حذفیدو په حال کې دی او د ویرې او ځپلو فرهنګ روان دی، طالبان دا ادعا نشي کولای چې د افغانانو ژوند ښه شوی.

رینا امیري، د شنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼه کې د دې مطلب په لیکلو سره، د طالبانو له حکومت څخه غوښتي، چې ژر تر ژره ژولیا پارسي، ندا پرواني او نور چې د دې په ټکو، له ورته بې عدالتیو سره مخ دي خوشې کړي.

ندا پرواني، چې د معترضو ښځو د خود جوشه خوځښت غړې او د ښځو د حقونو فعاله ده، د سپټمبر په ۱۹ مه له خپل مېړه او څلور کلن زوی او ژولیا پارسي له زوی سره يې د سپټمبر په ۲۷ نېټه د طالبانو لخوا ونیول شول، چې د یاد خوځښت د ادعا پر بنسټ، تر اوسه یې کوم خبر نشته.

په دې اړه تر اوسه د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي.

موږ هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وپوښتو، خو بریالي نه شوو.

مخکې تر دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یوناما د ښځو د حقونو د دغو دوو فعالانو نیول کېدو ته په اشارې ویلي وو، چې د طالبانو حکومت باید خپلسري نیونې پای ته ورسوي.

یوناما زیاته کړې وه، چې د هغو کسانو نیول چې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کوي د اندېښنې وړ او د افغانستان د نړیوالو بشري حقونو د ژمنو خلاف کار دی.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعالې او د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې، لیلا بسیم له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې له خلکو وغوښتل چې د بشري حقونو له بنسټونو وغواړي چې د ندا پرواني او ژولیا پارسي د خوشې کېدو لپاره همکاري وکړي.

" زموږ غوښتنه د افغانستان له خلکو څخه دا ده چې دا دوه ملګري مو چې د طالبانو په بند کې دي، د هغوی لپاره عدالت غوښتنه وکړي او له نړۍ، د بشري او د ښځو د حقونو له مدافعینو څخه دې وغواړي چې د دې دوو میرمنو د خوشې کیدو لپاره مرسته وکړي. "

دا په داسې حال کې ده، چې نن په جرمني کې د ښځو د حقونو د فعالې تمنا پریاني او د ښځو د حقونو د یو شمېر نورو فعالانو د تحصن د خېمې اعتراض، درېیمه ورځ ده.

د دوی ټینګار د نړیوالو سازمانونو او هیوادونو لخوا په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پیژندلو باندې دی.

په جرمني کې د تمنا زریاب او د هغې د همکارانو د نه خوړو د اعتصاب خېمه
په جرمني کې د تمنا زریاب او د هغې د همکارانو د نه خوړو د اعتصاب خېمه

اغلې پریاني چې تر دې مخکې یې د سپټمبر پر ۱۲مه خپل د نه خوړلو دولس ورځنی اعتصاب پای ته رسولی و، ازادي راډیو ته وویل چې له خپلو هغو همکارانو سره چې تر دې مخکې هم د نه خوړو اعتصاب کې ورسره و، خپل دغه اعتصاب ته به تر نا معلوم وخته دوام ورکړي.

نوموړې وویل:

"زموږ غوښتنې په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پیژندل، د طالبانو له ډلې څخه د مالي او سیاسي ملاتړ منع کول او د زندانیانو خوشې کول دي، چې له بده مرغه هیڅ یو یې نه دي منل شوي. "

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې یو ډېر شمېر معترضې مېرمنې، د پوهنتون استادان، خبریالان او مدني فعالان د دوی د حکومتولۍ په بڼه یې د انتقاد کولو له امله نیولي، بندیان او شکنجه کړي دي.

دا مهال، د ښځو د حقونو دوه فعالانې ژولیا پارسي او ندا پرواني، د زده کړې د برخې فعال مطیع الله ویسا ، چې د کورنۍ په خبره يې قضیه یې له شپږو میاشتو وروسته د طالبانو حکومت محکمې ته استول شوې، خبریال مرتضی بهبودي، د پوهنتون پخوانی استاد، رسول پارسي او نور د طالبانو په بند کې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو د طالبانو په واکمنۍ کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې او ښځې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کارکولو منع شوي دي.

همدارنګه، ښځې اجازه نه لري چې تفریحي پارکونو، لوبغالو، ښځینه حمامونو ته لاړې شي، او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG