د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

طالبانو د یوې کړنلارې تر جوړېدو پورې د نندارتونونو پر جوړولو بنديز لګولى


ارشیف: په کابل کې د یو نندارتون یوه څنډه
ارشیف: په کابل کې د یو نندارتون یوه څنډه

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې کړنلارې تر جوړېدو پورې د نندارتونونو پر جوړولو بنديز لګولى.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یوې کړنلارې تر جوړولو یې د نندارتونونو جوړول ځنډولي دي.

د دغه وزارت ویاند ویاند عبدالسلام جواد په یوه ویډیویي پیغام کې چې رسنیو ته‌یې لېږلی، ټینګار کړی او ويلي يې دي چې په نندارتونو کې د ښځو پر ګډون هېڅ ډول بندیز نه‌دی لګول شوی.

عبدالسلام جواد زیاتوي: "د نوې کړنلارې تر جوړېدو د نندارتونونو جوړول ځنډول شوي او د يادولو ده چې په نږدې راتلونکي کې به د اوو ورځو لپاره په کابل کې د ښځو د لاسي صنايعو او توليداتو يو لوى نندارتون جوړ شي چې د افغانستان له ۲۴ ولايتونو څخه به ۸۰۰ متشبثې ښځې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي."

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوول خان جان الکوزی ازادي راډیو ته وايي چې دوی یو داسې مکتوب ترلاسه کړى چې په‌کې ویل شوي ښځې په هغه نندارتون کې چې ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې په پاکستان کې جوړ شي، د ګډون اجازه نه‌لري.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوول خان جان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوول خان جان الکوزی

الکوزی وايي: "څو ورځې وروسته په پېښور کې يو نندارتون پرانیستل کېږي او په دې اړه یې یو مکتوب ليکلی و چې ښځې په دې نندارتون کې ګډون نه‌شي کولای. نندارتونونه يو له هغو اصولو څخه دي چې د کورنيو او بهرنيو توليداتو لپاره ځانګړی اهميت لري."

په ورته وخت کې یو شمېر سوداګرې ښځې چې تر دې وړاندې یې په نندارتونونو کې ګډون کړی او خپل تولیدات‌یې نندارې ته ایښي دي، وايي چې د نندارتونونو د جوړولو ځنډېدل د دوی پر کار او سوداګرۍ منفي اغېز کوي.

له دوی څخه یوه ذکیه امیري ازادي راډيو ته وايي چې نندارتونونه د سوداګریزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره یو ښه بازار بلل کېږي او د دې ترڅنګ چې ښځې کولای شي په نندارتون کې خپل محصولات وپلوري، کولای شي بازار موندنه وکړي او له نورو شرکتونو سره د خپلې سوداګرۍ لپاره لوی تړونونه لاسلیک کړي.

ذکیې امیري زیاته کړه: "د نندارتونونو نه‌جوړول او له نندارتونونو د ښځو منع کول د ټولنې، کورنیو اقتصاد او د سوداګرو ښځو اقتصاد ته یوه لویه ضربه ده. داسې ښځې شته چې میاشتني تولیدات لري، کله چې دوی ونه‌شي کولای په نندارتونونو کې برخه واخلي، نه‌شي کولای پلور ولري او یا قراردادونه ترلاسه کړي او خپل محصولات وپلوري."

په تېرو دوو کلونو کې ښځو په څو کورنيو نندارتونونو کې خپل سوداګريز محصولات نندارې ته وړاندې کړي او په دې توګه د دوی په وینا توانېدلي چې خپلې سوداګرۍ ته لا وده ورکړي.

افغان سوداګرو ښځو تېر کال هم د ویزې او سفر محدودیتونو له امله د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې په جوړ شوي درې ورځني نندارتون کې انلاین ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر کار، زده‌کړو او ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه لګولي او په ډېرو دولتي ادارو، ټولو نادولتي ادارو او سېنګارتونو کې یې ښځې له کار کولو منع کړې دي.

په همدې حال کې نړیوال بانک په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ‌یې 'له نسبي ثبات وروسته ناڅرګند وضعیت' تر سرلیک لاندې خپور کړی، ویلي چې د ښځو د زده‌کړو او کار په برخه کې د طالبانو حکومت محدودوونکې پالېسي لا هم محدودوونکې ده او د افغانستان د اقتصادي وضعیت پر ودې منفي اغېز کوي.

XS
SM
MD
LG