د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان بنګله دیش ته د ۱۵۷ منډو هدف ورکړ


د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ لوبې یو مخکینی تصویر
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ لوبې یو مخکینی تصویر

د کرکټ نړیوال جام په درېیمه سیالۍ کې افغانستان د بنګله دیش پر وړاندې سیالي پيل کړې، چې افغانستان په ۱۵۶ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د دې لوبې پچه بنګله دیش وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه، افغانستان که څه هم ښه پیل درلود، خو ټول لوبغاړي یې د ۳۸ اورونو په لوبولو سره وسوځیدل.

رحمن الله ګربز مخکښ منډه جوړونکی و، هغه په ۴۷ منډو وسوځېد. دغه راز ابراهیم ځدراڼ، ۲۲، رحمت شاه ۱۸، حشمت الله ۱۸، نجیب الله ځدراڼ ۵، محمدنبي ۶، عظمت الله عمرزي ۲۲، راشدخان ۹ او مجیب الرحمن یوه منډه جوړه کړه.

نوین الحق پرته له کومې منډې وسوځید او فضل حق فاروقي بیا ناسوځېدلی پاتې شو.

د بنګله دیش په توپ اچونکو کې شکیب الحسن او مهدي حسن درې درې افغان لوبغاړي وسوځول.

په څو شېبو کې به د بنګله دیش توپوهنه پیل شي.

د ویلو ده، چې نن دویمه سیالي د سویلي افریقا او سریلانکا ترمنځ ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG