د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان لومړۍ لوبه بنګله دیش ته وبایلله


د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ لوبې یو مخکینی تصویر
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ لوبې یو مخکینی تصویر

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په درېیمې سیالۍ کې افغانستان د ۶ ویکټو په توپیر د بنګله دېش له لوري مات شو.

دغه سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوې وه، بنګله دیش پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

افغان لوري ته رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه پيل ورکړ، د ابراهیم تر سوځېدو وروسته د ګربز او رحمت شاه ترمنځ هم ښه ملګرتیا روانه وه.

کله چې رحمت شاه وسوځید تر هغې وروسته بل هېڅ توپوهونکي ونکړای، شو چې له ګربز سره ملګرتیا جوړه کړي.

په همدې سره د افغانستان د توپوهنې پاڼۍ په ۳۸ اورونو کې د بنګله دیشي توپ اچونکو له لوري ختمه شوه او ایله یې ۱۵۶ منډې وکړې.

رحمن الله ګربز تر نورو ښه ولوبید او ۴۷ منډې یې وکړې. ابراهیم او عظمت الله بیا ۲۲، ۲۲ منډې وکړې.

د بنګله دېش لپاره د شکیب الحسن او مهدي حسن توپ اچونه تر نورو غوره وه، چې دواړو درې درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان توپ اچونکو هم ښه پیل وکړ، په پيل کې د بنګله دیش یو لوبغاړی رن اوټ شو او بل یې فضل حق وسوځاوه، خو تر هغې وروسته مهدي حسن او نجم الحسن شانټو ته د افغان ډګر ساتونکو له لوري د څو چانسونو تر ورکړې وروسته دواړو نیمه سلیزې ووهلې او بنګله دیش ته یې په روان نړیوال جام کې لومړۍ بریا ورکړه.

نجم الحسن شانټو ۵۹ او مهدي حسن بیا ۵۷ منډې وکړې.

د افغانستان د ورو توپ اچونکو یادې ډلې راشدخان، مجیب الرحمن او محمدنبي په دې سیالۍ کې ګډه ۲۲ اورونو ترسره کړل، ۹۶ منډې یې ورکړې، خو هېڅ ویکټ یې وانخیسته.

فضل حق، نوین الحق او عظمت الله یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

مهدي حسن میراز د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د ویلو ده، چې افغانستان به خپله دویمه د اکتوبر میاشتې په ۱۱مه نېټه د هند په پلازمېنې ډیلي کې له هندوستان سره ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG