د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو راپورونه؛ دوی له بد وضعیت څخه شکایت لري


پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

په داسې حال کې چې په ایران او پاکستان کې د افغانانو نیول او ځورول دوام لري، په دغو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې دوی لا هم په بد وضعیت کې دي.

په پاکستان کې یو شمېر هغه کسان چې د کورونو خاوندانو یې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د حکومت په امر دوی ته له کورونو د وتلو امر کړی، وايي چې سخت اندېښمن دي.

زرمينه چې په اسلام‌اباد کې له دغو افغان کډوالو څخه ده، ازادي راډيو ته يې وویل:

"د کور مالک موږ ته وویل چې ژر تر ژره کور خالي کړئ، موږ ټول سامانونه راټول کړل او دا مهال بل کور هم نه پيدا کېږي، موږ حیران یو چې چېرته لاړ شو."

یو شمېر نور افغانان هم ورته شکایت کوي او وايي، چې د دوی د کورونو څښتنانو دوی ته له یوې میاشتې کم وخت ورکړی، ترڅو کورونه خالي کړي.

په همدې حال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان بنديانو مدافع وکیلې منزې کاکړ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې شاوخوا ۸۰۰ افغانان بندیان دي.

اغلې کاکړ وویل:

"د سپټمبر له نهمې راهیسې تر زرو زیات افغانان نیول شوي دي. دا مهال د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي. د نیول شویو کسانو اتیا سلنه یې کارتونه درلودل."

د یو شمېر افغان کډوالو ماشومان - پاکستان
د یو شمېر افغان کډوالو ماشومان - پاکستان

مېرمن کاکړ په خپله ایکس‌پاڼه کې دا هم لیکلي، چې زلزلې په افغانستان کې زرګونه کسان مړه کړي او د مرستې او همکارۍ پر ځای د پاکستان حکومت د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کډوال نیسي او ځوروي یې.

هغې لیکلي، چې د پاکستان حکومت باید د دا ډول نیونو مخه ونیسي.

خو ظاهراً د افغانانو ځورونه یوازې په پاکستان پورې محدوده نه‌ده، په ایران کې هم یو شمېر افغانان له دوی سره د ایرانیانو له چلنده شکایت کوي.

یو له دوی څخه سید وهاب ازادي راډیو ته وویل:

"شخصاً زه پخپله یو محصل یم، کله چې بيرون ولاړ شم، له زده کوونکو او محصلينو نيولې تر موټر چلوونکو پورې د ټولو چلند سره توپیر لري. ما په کوڅه کې ولیدل چې دوی په دې کوڅه کې د یوه افغان د راتلو په انتظار وو. ترڅو يو افغان راشي او تاوتریخوالی ورسره وکړئ."

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه هېواد په اقبالیه ښار کې له افغانانو سره د یو شمېر ایرانیانو د نامناسب چلند په تړاو ویډیوګانې خپرې شوې دي.

له ایران څخه نیمروز ته یو شمېر ستانه کړل شوي افغان کډوال
له ایران څخه نیمروز ته یو شمېر ستانه کړل شوي افغان کډوال

په دغو ویدیوګانو کې چې ازادي راډیو يې کره‌والی نه‌شي تاییدولی، لیدل کېږي چې ایرانیان ظاهراً د افغانانو پر کورونو تيږي غورځوي او د هغوی د ځورولو لپاره ډول ډول چلند ورسره کوي.

د ایران پولیسو تر دې مخکې ویلي وو چې، په دغه ښار کې یې د یوه افغان کډوال پر کور د برید په تور يې ۱۹ کسان نیولي دي.

په ایران او پاکستان کې د افغانانو د ځورولو په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو او د بې‌کارۍ د کړکېچ له امله ډېری افغانان له دغه هېواده ایران او پاکستان ته تللي دي.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستان او نورو هغو هېوادونو چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو کوربه و، غوښتي وو چې د زیانمنو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دغه سازمانون په وينا، ياد کډوال به افغانستان ته له ستنېدو وروسته له احتمالي ګواښونو سره مخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG