د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډلې د عمان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ د الف لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ د الف لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د عمان لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې د عمان په کوربه توپ وشوه، افغان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۲۲۴ منډې هدف ټاکلی و.

د افغان لوبغاړو په منځ کې پیلګرو (اوبینرانو) عبدل اکبري او عبدالملک ښه لوبه وکړه.

د افغان لوبغاړو په باولرانو کې، که څه هم نوید ځدراڼ ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لا ښه باولینګ ضیاالرحمان وکړ چې د عمان رنز رېټ یا د منډو اوسط یې ټیټ کړ.

ده په ۱۰ اورونو کې صرف ۲۷ منډې ورکړې.

XS
SM
MD
LG