د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د کرکټ نړیوال جام؛ نن د نیوزیلینډ او بنګله دېش لوبډلې سیالي کوي


د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډله، چې په نړیوال جام کې یې برخه اخیستې ده
د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډله، چې په نړیوال جام کې یې برخه اخیستې ده

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام ۱۱مه سیالي نن جمعه د نیوزیلینډ او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

یاده سیالي به د هندوستان په چینايي ښار کې ترسره شي.

سیالي د کابل پر وخت تر غرمې وروسته پیليږي.

تر دې دمه نیوزیلینډ د نومرو په جدول کې دویم مقام لري.

یادې لوبډلې انګلستان او نیدرلینډ هېوادونو ته ماتې ورکړي دي.

بنګله دېش بیا له افغانستان سیالي ګټلې او انګلستان ته یې بایللې ده، چې د نومرو په جدول کې ۶م مقام لري.

د اکټوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه سویلي افریقا په غټ توپير اسټرالیا ته ماتې ورکړه او د نومرو په جدول کې یې لومړی مقام ونیوه.

تر دې دمه اسټرالیا، نیدرلینډ، سریلانکا او افغانستان هغه لوبډلې ته چې هېڅ لوبه یې نه ده ګټلې.

XS
SM
MD
LG