د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

د هرات زلزله ځپلې سیمې؛ د پاکو اوبو سرچینې له منځه تلي، خلک پاکې اوبه نه لري


د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

هرات کې له زلزلې يوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم زلزله ځپلي د ډېرو لومړنیو اړتیاوو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د څښاک پاکو اوبو ته نه لاس رسی یوه له دې مهمو ستونزو څخه ده.

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکی او يو تن زلزله‌ځپلی سخي وايي، له زلزلې وروسته د دوی په سيمه کې اوبه د څښلو وړ نه‌دي.

سخي ازادي راډیو ته وویل:

"دا کوم کلي چې زلزلو کې نړيدلې دي، کاريزونه هم ټول نړيدلي دي چې ورسره اوبه خړې شوي دي، په کليو کې اوبه نه‌شته، د ښار او يا هم نورو ځايونو څخه په ټانکرو کې اوبه راوړل کېږي، ځکه زموږ کلي کې چې زلزله شوه کاريز هم ونړېد."

مجيب چې زلزله‌ځپليو سيمو ته يې تېرو څو ورځو کې مرستې رسولي ازادي راډيو ته وويل، په هغو سيمو کې چې زلزلې شوي، کاريزونه وچ شوي او د څاه‌ګانو اوبه خړې شوي دي.

نوموړی وايي:

" زه چې سيمې ته ولاړم دا حقيقت و، کاريزونه ټول خراب شوي وو، د څښاک اوبه نه وې، يانې اکثرو کليو کې کاريزونه ړنګ وو، بيخي وچ شوي وو، بند شوي وو. سيمه کې څښاک اوبو ته سخته اړتيا ده."

دا هم یوه زلزله ځپلې سیمه
دا هم یوه زلزله ځپلې سیمه

د هرات ولایت لپاره د طالبانو حکومت د والي وياند نثار احمد الياس هم دا ستونزه تاييدوي او وايي، هغو سيمو کې چې زلزله شوې، د څښاک اوبه خړې شوي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

"هو، دا حقيقت دی، کومې سيمې چې زيانمنې شوي دي او هلته کلي خراب شوي دي، ورسره ترڅنګ کوم کاريزونه او څاه‌ګانې چې يې درلودې هغه هم تخريب شوي دي او اوبه په مکمله توګه له‌منځه تللي دي او يا هم خړې شوي دي، چې د استفادې وړ نه‌دي."

نوموړي وويل، دوی له مرسته کوونکو ټولنو سره په ګډه هڅه کوي چې د پاکو اوبو د نه‌شتون ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

د هرات زلزله‌ځپليو سيمو کې پاکو اوبو ته د خلکو د نه لاس‌رسي ستونزه داسې مهال رامنځته کېږي، چې سيمه کې زيانمنو شويو ته پر وخت د مرستو د رسېدو برخه کې هم ځايي خلکو ازادي راډيو سره خبرو کې شکايتونه کړي دي.

یو زلزله ځپلی ماشوم
یو زلزله ځپلی ماشوم

په هرات کې د شنبې او چهارشنبې د ورځو په زلزلو کې د طالب چارواکو په خبره له څلور زرو زیات کسان وژل شوي او ټپیان شوي او ۱۳۵۰کورنه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

د امريکا د متحده‌ايالاتو د سرې مياشتې ټولنې پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل، په داسې حال کې چې نږدې ۲۹ميليونه افغانان لا له وړاندې بشري ناورين سره مخ وه، په هرات کې شديدې زلزلې، وچکالۍ، سېلابونو او اقتصادي ستونزو خلک نور هم وځپل.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ د افغان زلزله ځپلیو لپاره د څوارلس اعشاریه څلور میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دې ادارې پرون په خپله ایکسپاڼه کې ویلي، چې دا بېړنۍ مرسته یې د دې لپاره غوښتې ده څو ژر تر ژره د زلزله ځپلیو لاسنیوی وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG