د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

کرکټ بورډ: د نجیب الله ځدراڼ د ټپي کېدو خبرونه ناسم دي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

وروسته له هغې چې په ټولنیزو پاڼو کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ د ټپي کېدو او له نړیوال جام څخه د لرې کېدو خبرونه خپاره شول، کرکټ بورډ ازادي راډيو ته دا خبرونه ناسم وبلل.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته په یوه رالیږلي پیغام کې دا خبر ناسم بللی او ویلي یې دي:" تر اوسه داسې څه نشته، کله چې داسې څه وي، زموږ د رسمي صفحاتو خپریږي."

وروسته له هغې چې ښاغلي ځدراڼ په یو ورځنیو سیالیو او په ځانګړي توګه د نړیوال جام په لومړنیو دوه سیالیو کې په پرله پسې توګه ښه ونه ځلید، د کرکټ ګڼ شمېر مینوالو او څارونکو هم په ټولنیزو پاڼو د نوموړي پر ځای د نورو لوبغاړو د لوبولو غوښتنه وکړه.

افغانستان د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې په بنګله دیش او هندوستان خپلې لومړنۍ دوه لوبې وبایللې او ټاکل شوې د اکټوبر په ۱۵مه نېټه درېیمه سیالي د انګلستان پر وړاندې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG