د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د کرکټ نړیوال جام؛ هندوستان په لوي توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه


د لوبې یوه څنده
د لوبې یوه څنده

د کرکټ نړیوال جام ۱۲مه سیالي د کوربه هندوستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوه چې د ۷ وېکټو په توپير هند وګټله.

د لوبې پچه هند ګټلې وه او پاکستان ته یې توپوهنه ورکړه.

پاکستانۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۳ اورونو کې د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لوبډلمشر بابراعظم ۵۰ او محمد رضوان ۴۹ منډې کړې وې.

هند ته بیا جسپريت بومرا، محمدسراج، کولديپ یادو، رویندرجدیجا او هارډیک پانډيه دوه ـ دوه ویکټې اخستې وې.

هندۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۳۱م اور کې یوازې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

د دوی لوبډلمشر روحیت شرما چې د افغانستان خلاف یې سلیزه وهلې وه، نن هم ۸۶ منډې وکړې.

دغه راز شریس آیر ۵۳ او کیل راحول بیا ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

شبمن ګیل چې تر ناروغۍ وروسته په لومړي ځل په دې نړیوال جام کې ولوبید په ۱۶ منډو او ویرات کولي هم په ۱۶ منډو وسوځیدل.

پاکستان ته شاهین شاه اپريدي دوه او حسن علي یوه ویکټ واخیسته.

دا په روان نړیوال جام کې د هندوستان درېیم بری و او اوس د نومرو په جدول کې لومړی مقام لري.

پاکستان بیا په لومړي ځل په سږني جام کې له ماتې سره مخ شو او اوس څلورم مقام لري.

د ویلو ده چې سبا به د افغانستان او انګلستان ترمنځ سیالي ترسره شي.

XS
SM
MD
LG