د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډله نن انګلستان سره لوبیږي


د دواړو لوبډلو د یوې مخکینۍ لوبې تصویر
د دواړو لوبډلو د یوې مخکینۍ لوبې تصویر

ټاکل شوې ده چې د کابل په وخت د ماسپښین په یوه بجه د افغانستان او انګلیستان ټیمونه د کرکټ په نړیوال جام کې مخامخ شي.

افغانستان په روان نړیوال جام سیالیو کې، چې د هند په کوربه توب ترسره کېږي، لومړۍ دوې مسابقې پر بنګله دېش او هند بایللي خو انګلیستان په دوو مسابقو کې یوه بایللې او بله ګټلې ده.

پرون د هند لوبډلې پاکستان ته په ۷ ویکټونو او ۱۱۷ اضافي توپونو ماتې ورکړه.

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې بله سیالي به نن د جنوبي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ وي.

دواړو ټیمونو خپلې تېرې دوې مسابقې په لوی توپیر له خپلو سیالانو ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG