د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

نړیوال جام؛ نیدرلینډ سویلي افریقا ته ماتې ورکړه


د نیدرلینډ لوبډلې یو لوبغاړی
د نیدرلینډ لوبډلې یو لوبغاړی

د کرکټ نړیوال جام سیالیو په ۱۵مه لوبه کې نیدرلینډ د ۳۸ منډو په توپير د سویلي افریقا پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې د نیدرلینډ لوبډله په پنځوس اوریز نړیوال جام کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد ته ماتې ورکوي.

نیدرلینډ د کرکټ له نړیوالې شورا سره لا بشپړ غړیتوب نه لري.

د نن لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

د نیدرلینډ لوبډلې د خپل لوبډلمشر سکاټ ایډوارډز د ۷۸ منډو پر مټ په ۴۳ اورونو کې د ۲۴۶ منډو هدف وټاکه.

د سویلي افریقا لوبډلې ونه کړای شو چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او په دې سره یې په روان نړیوال جام کې په لومړي ځل ماتې وخوړه.

د یادې لوبډلې مخکښ منډه جوړونکی ډیویډ میلر و چې ۴۳ منډې یې کړې وې.

د نیدرلینډ په توپ اچونکو کې لوګن وان بیک ۳، میکرن، وانډر میرف او باس ډي لیډ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

تر دې بریا وروسته نیدرلینډ د نومرو په جدول کې نهم مقام ته ورسېد او سویلي افریقا لا هم په درېیم مقام کې ځای لري.

سویلي افریقا تر دې وړاندې خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ ګټلې وې او نیدرلینډ بیا بایللې وې.

نیدرلینډ د تېر شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې هم سویلي افریقا ته ماتې ورکړې وه چې له امله یې سویلي افریقا له نیمه پایلوبې هم پاتې شوې وه.

د ویلو ده چې سبا به افغانستان د نیوزیلینډ پر وړاندې سیالي کوي.

XS
SM
MD
LG