د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

نړیوال جام؛ نیوزیلینډ افغانستان ته د ۲۸۹ هدف وټاکه


د افغانستان - نیوزیلینډ یوه مخکینۍ لوبه
د افغانستان - نیوزیلینډ یوه مخکینۍ لوبه

د کرکټ نړیوال جام ۱۶مه لوبه کې نیوزیلینډ د ۶ ویکټو په سوځیدو سره ۲۸۸ منډې وکړې.

د دې سیالۍ پچه افغانستان ګټلې وه، خو توپ اچونه یې غوره کړه.

د نیوزیلینډ په توپوهونکو کې ګلين پیليپي، ټام لیتهم او ویل یانګ نیمه سلیزې ووهلې.

د افغانستان لپاره بیا عظمت الله عمرزي او نوین الحق دوه ـ دوه ویکټې واخیستې، راشدخان او مجیب الرحمن یوه ـ یوه ویکټ وسوځوله.

د دې سیالۍ په ترڅ کې د افغانستان ډګر ساتونکو د نیوزیلینډ ۵ کیچونه هم وغورځول.

افغانستان به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.

XS
SM
MD
LG