د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

نړیوال جام؛ نیوزیلینډ د ۱۴۹ منډو په تفاوت له افغانستان سیالي وګټله


د افغانستان او نیوزیلینډ لوبډلې
د افغانستان او نیوزیلینډ لوبډلې

د کرکټ نړیوال جام ۱۶مه لوبه د افغانستان او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شوه چې نیوزیلینډ وګټله.

د لوبې پچه افغانستان ګټلې وه، خو توپ اچونه یې غوره کړه.

نیوزیلینډ د ۶ ویکتو په سوځېدو سره ۲۸۸ منډې وکړې.

د نیوزیلینډ په توپوهونکو کې ګلين پیليپي، ټام لیتهم او ویل یانګ نیمه سلیزې ووهلې.

د افغانستان لپاره بیا عظمت الله عمرزي او نوین الحق دوه ـ دوه ویکټې واخیستې، راشدخان او مجیب الرحمن یوه ـ یوه ویکټ وسوځوله.

د دې سیالۍ په ترڅ کې د افغانستان ډګر ساتونکو د نیوزیلینډ ۵ کیچونه هم وغورځول.

د افغانستان لپاره دا ځل رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه پیل ورنکړ، نو ځکه یې ټول لوبغاړي تر ۱۳۹ منډو وروسته وسوځیدل.

په افغان توپ وهونکو کې رحمت شاه په ۶۲ توپونو ۳۶ او عظمت الله بیا ۲۷ منډې وکړې.

نیوزیلینډ ته میچل ساټنر او لوکي فرګېسن درې ـ درې ویکټې وسوځولې.

تر دې ماتې وروسته افغانستان یو وار بیا د نومرو په جدول کې نهم مقام ته ولوېد او نیوزیلینډ بیا اول مقام ترلاسه کړ.

د ویلو ده چې دا د افغان لوبډلې درېیمه ماتې وه، خو نیوزیلینډ بیا پرله پسې ۴ سیالۍ وګټلې.

XS
SM
MD
LG