د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

کرکټ نړیوال جام؛ نن دوې لوبې ترسره کیږي


د سریلانکا د کرکټ لوبډلې یو لوبغاړی
د سریلانکا د کرکټ لوبډلې یو لوبغاړی

د کرکټ په نړیوال جام کې نن ټاکل شوې ده چې دوې لوبې ترسره شي.

لومړۍ یوه د هالنډ او سریلانکا ترمنځ ده او دوهمه یوه د انګلستان او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمنځ.

سریلانکا تر اوسه درې لوبې کړې دي چې درې سره یې بایللي دي.

هالنډ بیا له درېیو لوبو دوې بایللي دي او یوه یې ګټلې ده.

انګلستان هم درې لوبې کړې دي، چې یوه یې ګټلې او دوې یې بایللي دي او جنوبي افریقا له خپلو درېیو ترسره کړیو لوبو یوه بایللې او دوې یې ګټلې دي.

د پنځوسو اورونو دا نړیویوال جام د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیل شوی چې پایلوبه به یې د نومبر په نولسمه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG