د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د افغانستان کرکټ لوبډله سبا پاکستان سره لوبه کوي


د افغانستان او پاکستان یوه مخکینۍ کرکټ لوبه
د افغانستان او پاکستان یوه مخکینۍ کرکټ لوبه

د افغانستان د کرکټ ټیم سبا دوشنبې له پاکستان سره لوبه کوي.

دا د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، د افغانستان پنځمه لوبه ده.

دغه لوبه د افغانستان په وخت د ورځې په یوه بجه پیلیږي.

له دې مخکې افغانستان له انګلستانه لوبه ګټلې او بنګله دېش، هند او نیوزیلنډ ته بایللي دي.

نن د نیوزیلنډ او کوربه هیواد هند ترمنځ لوبه ترسره کیږي.

د افغانستان بله لوبه به د اکتوبرپه دېرشمه له سریلانکا سره وي.

XS
SM
MD
LG