د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

نړیوال جام؛ هندوستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه


د لوبې یوه څنډه
د لوبې یوه څنډه

د کرکټ په روان نړیوال جام کې هندوستان په پرله پسې توګه خپله ۵مه سیالي هم وګټله او د نومرو په جدول کې یې اول مقام ونیو.

د یاد نړیوال جام په ترڅ کې ۲۱مه سیالي د کوربه هند او نیوزیلینډ ترمنځ په درمشالا کې ترسره شوه چې هند د ۴ ویکټو په توپیر وګټله.

نیوزیلینډ ته د هند له لوري د توپوهنې بلنه ورکړل شوې وه چې یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو اورونو کې د ۲۷۴ منډو هدف ټاکلی و.

مخکښ منډه جوړونکی یې ډیرل میچل و چې ۱۳۰ منډې یې کړې وې.

هندوستان ته بیا محمد شامي ۵ لوبغاړي وسوځول او د نن سیالۍ غوره لوبغاړي هم وټاکل شو.

هندوستان هدف د ویرات کولي پرمټ په ۴۸م اور کې پوره کړ. کولي په ۹۵ او روحیت شرما په ۴۸ منډو وسوځیدل، خو رویندر جدیجا بیا په ۳۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

ټاکل شوې چې ۲۲مه سیالي سبا د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG