د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی: د پاکستان پر وړاندې سیالي به له جذبې ډکه وي


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکی، جانتن ټراټ
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکی، جانتن ټراټ

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټراټ وايي د پاکستان پر وړاندې سیالي به له جذبې ډکه وي او د پوره چمتووالي ډاډ یې وښود.

تمه ده چې افغانستان او پاکستان به د اکټوبر په ۲۴مه نېټه د نړیوال جام په ۲۲مه سیالۍ کې سره د هندوستان د چنای په ښار کې سیالي وکړي.

ښاغلي ټراټ زیاته کړه، د پاکستان پر وړاندې سیالۍ ته ډېر لېواله دی او په باور یې« د دواړو لوبډلو ترمنځ شته رقابت به سیالي ډېره جالبه کړي»

په روان نړیوال جام کې دا د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو لپاره پینځمه سیالي ده، افغانستان تر دې دمه یوازې انګلستان ته ماتې ورکړې ده او په درې نورو سیالیو کې یې له بنګله دیش، هندوستان او نیوزیلینډ نسبتاً سختې ماتې خوړلې دي. پاکستانۍ لوبډلې بیا خپله لومړنۍ دوه سیالۍ ګټلي دي، خو د اسټرالیا او هندوستان پر وړاندې یې سیالۍ بایللي دي.

افغان روزونکي زیاته کړه: " تاسو لیدلي چې مخکې مو ډیرې نږدې لوبې درلودې. هیله ده دا ځل یې مونږ په اسانۍ سره وګټو. دواړه ټیمونه یو بل ته درناوی لري او د ګټلو لپاره خورا لیواله دي، زه ورته سترګې په لار یم"

نوموړي دغه راز وویل، تر لوبې یوه ورځ دمخه یې یوازې په لوبغاړو کېچونه نیولي دي او ډاډ یې وښود چې د نیوزیلینډ پر وړاندې د ډګر ساتنې کیسه به په راتلونکو سیالیو کې تکرار نشي.

د جانتن ټراټ په باور، د چینای وېکټه د ورو(سپینرانو) توپ اچونکو لپاره مرستندویه ده، خو ویی ویل دا په دې معنا نه ده چې هر څه به سپینران کوي. هغه وویل، چټک توپ اچونکي هم باید د لوبې په پيل او پای کې خپل مسولیت سم ادا کړي.

باید وویل شي چې تر دې دمه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په یو ورځنیو سیالیو کې پاکستان ته ماتې نه ده ورکړې، خو اکثره سیالۍ یې په کم تفاوت بایللي دي.

XS
SM
MD
LG