د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالي؛ شهیدي: د افغان لوبغاړو روحیه لوړه شوې


د پاکستان او افغانستان د تېرې لوبې یو انځور. افغان لوبغاړي د توپوهنې پر مهال
د پاکستان او افغانستان د تېرې لوبې یو انځور. افغان لوبغاړي د توپوهنې پر مهال

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې نن په نړیوال جام سیالیو کې له یو بل سره مخامخ شي.

دا په روان جام سیالیو کې د دواړولوبډلو شپږمه مسابقه ده.

افغانستان په تېرو ۵ سیالیو کې دوې ګټلي او درې بایللي، سریلانکا هم دوې ګټلي او دوې بایللي دي.

نننۍ لوبه له دې کبله مهمه ده چې که هره لوبډله بریالۍ شي، احتمال شته چې د سیالیو بل پړاو ته لار ومومي.

پرون د دې سیالۍ په درشل کې د افغانستان د لوبډلې کیپتان حشمت الله شهیدي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د لوبغاړو روحیه یې د وروستي بري له کبله لوړه شوې ده.

د افغانستان او سریلانکا مسابقه به د ماسپښین په یوه بجه د هند د پونې ښار د کرکټ په لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات وايي چې افغان لوبډله څو ورځې وړاندې پونې ته رسېدلې او هلته یې تمرینونه پیل کړي دي.

هغه وايي: "الحمدالله د لوبغاړو مورال ډېر لوړ دی، که د افغانستان د ملي لوبډلې په تېرو دوو سیالیو کې بیټنګ ته وګورو، توپ اچونې ته وګورو او فیلډېنګ ته یې وګورو نو په ټولو برخو کې ښه ځلېدلې ده ځکه تمه شته چې نن هم مسابقه وګټي."

په همدې حال کې د سریلانکا لوبډله هم له مخکې څخه پونې ته رسېدلې او د تمرین په مهال یې یو تکړه باولر کومارا ژوبل شوی دی.

د سریلانکااو اسټرالیا د مخکېنۍ لوبې یو انځور
د سریلانکااو اسټرالیا د مخکېنۍ لوبې یو انځور

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د سریلانکا د ملي لوبډلې مرستیال روزونکي نوید نواز پرون وویل چې د کومارا پر ځای یې دوشمنتا چامیرا په ټیم کې شامل کړی دی.

کامارا د انګلستان خلاف په سیالۍ کې درې انګلیسی لوبغاړي سوځولي وو.

نوید نواز دا هم وویل چې په نننۍ مسابقه کې به دوی درې تېز باولران ولري ځکه چې د پونې میدان تېزو باولرانو ته مناسب دی.

د افغانستان ټیم په وروستۍ مسابقه کې د پاکستان لوبډلې ته په ۸ ویکیټونو ماته ورکړه.

افغانستان او سریلانکا له ۲۰۱۴ راهیسې په خپل منځ کې ۱۰ مسابقې کړي چې د هغو له منځه ۷ یې سریلانکا ګټلي دي.

د نړیوال جام سیالیو په دوام کې پرون د هند لوبډلې په ۱۰۰ توپونو د انګلستان ټیم ته ماتې ورکړه.

هند تراوسه شپږ واړه سیالۍ ګټلي، خو انګلیستان له شپږ سیالیو ځنې یوازې یوه ګټلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG